جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد سویډن پولیس وايي، په یوه ښوونځي کې ۱۰ تنه وژل شوي

د سویډن پولیس وايي، په یوه ښوونځي کې ۱۰ تنه وژل شوي

سویډني چارواکو اعلان وکړ چې نن (د سې شنبې په ورځ) لږ تر لږه ۱۰ کسان د سویډن د اوریبرو په مرکزي ښار کې په یوه ښوونځي کې ویشتل شوي دي.

د وروستیو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي دي. په پیل کې ویل شوي و چې په دې پېښه کې ۵ تنه ټپیان دي.

د سویدن د کورنیو رسنیو د راپور له مخې، د ځانګړې ځواک غړي ریسبرګسکا ښوونځي ته رسېدلي دي.

د ښوونځي یوه مدیر کورنیو رسنیو ته ویلي چې د اوریبرو په دغه ښوونځي کې وضعیت لا هم “بحراني” دی.

پولیسو له خلکو غوښتي چې د اوریبرو د ویستهګا سیمې ته له تلو ډډه وکړي یا په خپلو کورونو کې پاتې شي.

تراوسه د دې برید د انګېزې او ترسره کوونکي په اړه څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...