Homeخبرونهم.م. تایید کړه چې سعودي ته یې د سراج الدین حقاني د...

م.م. تایید کړه چې سعودي ته یې د سراج الدین حقاني د سفر اجازه اخیستې ده

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۶ مه) د ملګروملتونو امنیت شورا په یوه بیان کې تایید کړه چې د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزیر سراج الدین حقاني ته یې د سعودي او متحده عربي اماراتو د سفر اجازه ورکړې ده.

ښاغلی حقاني د ګڼ شمېر نورو طالب مشرانو ترڅنګ د ملګروملتو د بندیزونو په هغه لیست کې شامل دی چې بهر ته یې سفر منع دی.

ملګروملتونو ویلي چې امنیت شورا د جنوري په ۲۲مه د دوی هغه غوښتنه تایید کړه چې حقاني ته د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ میاشتې له ۲۳مې څخه د فبرورۍ تر درېیمې پورې د سفر اجازه ورکوي.

د ملګروملتو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حقاني د سفر هدف د عمرې حج ترسره کول دي.

د سلواغې په ۳ مه، حقاني د متحده عربي اماراتو له دولتمشر شیخ محمد په ابوظبۍ کې په خپله ماڼۍ کې وکتل.

سراج الدین حقاني تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ په جون میاشت کې هم متحده عربي اماراتو ته تللی و او د دغه هیواد د دولتمشر په شمول یې له بیلابیلو چارواکو سره کتلي و.

تېره میاشت (جنوري) د ملګروملتو امنیت شورا د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب ته هم د سعودي عربستان او د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۶مه د طالبانو د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي ته اجازه ورکړې وه چې متحده عربي اماراتو  ته سفر وکړي.

ثاقب او متقي چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یوه د قاضي القضات او بل د پوهنې د وزیر په توګه کار کاوه د ۲۰۰۱ کال په جنوري میاشت او سراج الدین حقاني د ۲۰۰۷ کال په جنوري میاشت کې د ملګروملتونو د بندیزونو په لیست کې شامل شول.

سره له دې چې طالبان اوس د افغانستان واکمنان دي خو لا هم د ملګروملتو او د نورو هیوادونو له تورو لیستونو څخه په دې خاطر نه دي ایستل شوي چې دوی د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په بې رحمانه سرغړونې تورن دي.

زده کړو او کار ته د نجونو او ښځو د نه پرېښودلو له کبله د طالبانو حکومت د نړۍ هیڅ هیواد په رسمیت نه پېژني او اوس چې د جرمونو له نړیوالې محکمې څخه د طالبانو د مشر د نیونې په اړه د پرېکړې غوښتنه شوې، دا احتمال چې په راتلونکي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي، نور هم کم شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...