د ننګرهار د ولایت په وخت کې یوه ډله ملایان، د شینوارو د ولسوالۍ نه د یو مولوی/قاري د سفارش لپاره چې په قتل کې متهم و، د ولایت د فتر ته راغلل.
مولوی صیبانو راته نیم ساعت لیکچر راکړ چې اسلامي نظام ښه دی، قاتل باید قصاص شي او د غل نه باید لاس پرېکړ شي. ما ورته وویل چې قانون په عوامو او خواصو باید یو قسم تطبیق شي ځکه زه پوهیدم چې دوی اصلا د اسلامي نظام د تنفیذ لپاره نه بلکې د خپل متهم ملګري د سفارش لپاره راغلي دي.
اخره کې چې د سفارش مسله یې مطرح کړله چې فلانې مولوی صیب ډیر ښه سړی دی او هسې پرې ادعا د قتل شوې، که معاف او ونه نیول شي، نو ښه به وی.
ما ورته وویل چې ګورې، نیم ساعت مو راته لیکچر راکړ چې قاتل باید قصاص شي اوس د اسلامي نظام حکم ته تاسي هم ټینګیدلې نشي. دا کس باید ځان څارنوالې ته تسلیم کړي، تحقیق به ترې وشي، دوسیه به یې محکمې ته ولیږل شي او هلته به فیصله وشي. که تاسي وایي چې ښه سړی دی او د دروغو ادعا ورباندې ده، نو ستاسي شاهدې ما لپاره اهمیت نه لري ځکه زه قاضي او څارنوال نه یم. همدا شاهدي تاسي بیا قضا او څارنوالې کې وکړې.
دوی وویل جې مونږ خو د دې لپاره راغلي و چې بندي نشي. ما ورته وویل چې زه هیڅ نشم کولې ځکه دا حکم نشته چې مولوی صیب به معاف وي او قانون به یوازې په عوامو تطبیق کیږي.
اوس د طالبانو د خوست د پخواني والي، عمري ژړا مې په ټولنیزو رسنیو کې ولیدله چې د خپل اسلامي نظام نه په پکو دی. همدا عمري چې د خوست په ولایت کې ځوانان د ملي بیرغ په سر وټکول او د ځوانانو ویښته یې په عام محضر کې کم کړل. کابل کې ملي بیرغ په ارګ رپیده خو دی په خوست کې د ملي بیرغ چې کلمه پرې لیکل شوې وه توهین وکړ او هغه یې هلته راټیټ کړ.
اوس نو عمري صیب او امثالهم دې خپل نظام ته ټینګ شي. څوک ژاړي، څوک تېښته او فرار کوي، څوک په کنایو کې شعرونه وایي، څوک په خودکشه حملو کې وژل کیږي، او څوک د دوبۍ په کمپونو کې اوسیږي.
عاقبت بخیر
نوټ:
د ښه راتلونکې لپاره یوازنې لاره، د نفی او انحصار د قدرت سیاست له منځه وړل، د قانونمند، مشروع او ولسواکه نظام لاندې د ټولو افغانانو ګډ ژوند دی. د نفې او انحصار د قدرت سیاست چې یو حزب او ډله قدرت ونیسي، نه پخوا نتیجه ورکړې، نه یې اوس ورکوي او نه به یې په راتلونکي کې نتیجه ورکړي.له بده مرغه د تیر تاریخ نه هیڅوک زده کړه نه کوي.
شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي اړیکو مسوول