پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهطالبانو په کابل کې د بېګم راډیو خپرونې ودرولې

طالبانو په کابل کې د بېګم راډیو خپرونې ودرولې

تاند (دوشنبه، د دلوې/ سلواغې ۱۶ مه)  اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلان کړی چې د رادیو بیګم خپرونې د څو ځل سرغړونو له امله ځنډول شوي دي.

د وزارت د بیان له مخې، رادیو بیګم نه یوازې د خپرونو له اصولو او مقرراتو څخه سرغړونه کړې، بلکې له هېواد څخه بهر د تلویزیوني چینلونو لپاره یې هم محتوا او پروګرامونه خپرول.

د یادې اعلامیې پر بنسټ، د دغو سرغړونو او د خپرونو د جواز د ناسمې استفادې له امله، د بیګم رادیو خپرونې ځنډول شوې دي، او تر هغه به بېرته نه فعالېږي، ترڅو یې بشپړ ارزونه ترسره شي.

له بلې خوا رادیو بیگم په یوه بیان کې ویلي: “د استخباراتو د عمومي ریاست (GDI) افسرانو، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت استازو یې ملتیا کوله، نن د کابل په ښار کې د بیگم رادیو پر دفتر چاپه ووهله.”

دغه رادیو ادعا کړې چې طالب چارواکو د دفتر د تلاشي پر مهال کارکوونکي منع کړي، کمپیوټرونه، هارډ ډرایفونه او تلیفونونه ضبط کړي، او دوه نارینه کارکوونکي یې نیولي، چې د ادارې د لوړپوړو غړو له ډلې څخه نه دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا پرېکړه وروسته له هغه اعلان کړه چې د بیګم اصلي چلوونکو له نړیوالو رسنیو سره په څو مرکو کې له فرانسې څخه د تلویزوني خپرونو د پیلولو د اعلان ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې هم د بیګم په نوم راډیو لري چې لا هم فعاله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...