Homeخبرونهطالبانو د بېګم راډیو نشرات بند کړل

طالبانو د بېګم راډیو نشرات بند کړل

تاند【چهارشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۷مه】د طالبانو د حګومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د بیګم په نوم یې د هغې راډیو نشرات بند کړل، چې په پرلپسې ډول یې سرغړونې کولې.

یاد وزارت وايي، یادې راډیو د دوی د جواز نه په سوء استفادې نشرات کول.

د یادې راډیو نشرات د طالبانو په وینا پرون سه شنبه د پرلپسې سرغړونو له امله بند کړای شول.

سرچېنې لیکلي، یادې راډیو نه یواځې دا چې د وزارت له نشراتي پالېسۍ یې سرغړونه کوله، په بهر کې مېشت کوم ټلویزیون ته یې هم خپرونې او نشراتي مواد برابرول.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت زیاتوي، چې د اسنادو تر دقیقې څېړنې وروسته به یې په اړه تصمیم ونیول شي.

د طالبانو د حکومت تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې رسنۍ تر سخت فشار لاندې دي او لسګونه رسنۍ طالبانو وتړلې او شته فعالې رسنۍ هم د اقتصادي ستونزو له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...