د خپل هیواد سره مینه یو ارزښتناک احساس دی چې هر یو یې باید ولري.
دا یوازې د احساس خبره نه ده، بلکې عملي کړنو او کار ته هم اړتیا لري.
د هیواد د فرهنګ، تاریخ او جغرافیه پیژندل، قانون ته درناوی، د هیواد څخه دفاع او په دې لاره کې سرښندنه، د پرمختګ لپاره په پوهه سمبالول، د هیواد د ښکلا، چاپریال او نظم ساتل، اقتصادي وده، د ژبني، قومي او مذهبي تعصبونو څخه ډډه کول دا او دې ورته عملي کړنې دي چې د هیواد سره مینه ثابتوي.
له ټولو څخه مهمه يې له جګړې څخه د هیواد ساتل دي. له بده مرغه نيږدې نیمه پیړۍ د نورو په لمسون افغانستان د جګړې ډګر و. اوس چې په افغانستان کې له نیکه مرغه جګړه پاي ته رسیدلې ده، او جګړه هغه ځای ته انتقال شوي ده له کومه ځایه چې د افغانستان لپاره جګړې صادرېدلي. اوس د جګړې ډګر پاکستان دي. پاکستان کوښښ کوي چې د څو تنو نااهلو له لارې یو ځل بیا افغانستان د جګړې ډګر وګرځوي.
اوس د دې وخت دی چې نور خپل هیواد له جګړې لرې وساتو او په خپل لاس جګړې خپل هیواد ته رانه وړو.
راځئ سیاست او مبارزې ته مدني شکل ورکړو. یو او بل په مدني توګه ملامت او یا سلامت کړو. په دې سره به مو له یوې خوا خپل هیواد له جګړو ساتلی وي او له بلې خوا به مو د دښمن موخو او شومو پلانونو ته غاښ ماتوونکی ځواب ویلی وي.
ښه لیکنه ده البته د کنداریانو خبره « تِری ته برق ولاړی ».
امّا دوې شنې او زرغونې څرګندوَنی :
۱ – عاقلانه به نه وی که دا جعلی او مبالغه آمیزه او غولوونکې مقوله ومنل شی چی ګواکی ( حب الوطن من الایمان ).
۲ – ډیره غیر مسئولانه او بېباکانه روحیه به دا وی چی که د یو هیواد حاکمان یا عام وولس د خپل وطن سره د مینی په انګیزه او پلمه د نورو هیوادونو پر موجودیت تجاوز کوی او مادی او معنوی شتمنی ئی لوټوی ( لکه څنګه چی غربی استعمارګرانو پیړی پیړی دا ناوړی کړنی تر سره کړی او نن هم لګیاء دی).
د وطن سره د مینی اصلی معیار ” انسان ” دی بناً د انسان او انسانیت سره مینه د وطن سره د مینی اعتبار ته غښتلتیا بخښی.
د نننی متمدن! بشر لویه ستونزه دا ده چی « مینه » ئی پخپله سیاسی جغرافیا کی انحصار کړیده ( د انسانیت پراخی جغرافیا ته په سپکه سترګه ګوری).