شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په دې ورځ مشرف ومړ

په دې ورځ مشرف ومړ

تاند- له نن څخه یو کال پخوا د ۲۰۲۳ د فبرورۍ په دې ورځ ‏‏د پاکستان پخوانی پوځي ديکتاتور جنرال پرويز مشرف له یوې اوږدې او سختې ناروغۍ وروسته د متحده عربي اماراتو په يوه روغتون کې مړ شوی.

د مشرف عمر ۷۹ کاله ښودل شوی.

هغه په وروستيو کلونو کې له سختو ناروغيو ځوريده، خو تر کله چې په پاکستان کې و، له دغو ناروغيو سره په پرله پسې ډول محکمو ته غوښتل کيده او د خيانت په تور فيصلې ورباندې کيدې.

مشرف د ۱۹۹۹ د اکتوبر په دولسمه، د پاکستان د پوځ یا لوی درستیز په توګه، چې په پاکستان کې د اصلي واک خاوند وي، پر صدراعظم نواز شریف کودتا وکړه او تر ۹ کلونو د دغه هېواد ولسمشر و.

مشرف د طالبانو د تېرې واکمنۍ په نسکورولو کې امريکا او متحدينو سره يې اساسي رول درلود، خو وروسته ېې د طالبانو په بیرته پورته کولو او انسجام کې هم اساسي ونډه لرله او له دې کبله يې د افغانستان له هغه مهالي ولسمشر حامد کرزي سره ډیرې ناندرۍ وې.

مشرف په نوي ډیلي کې زېږېدلی او کورنۍ یې له ملیونونو نورو هندي مسلمانانو سره د هند د جلا کېدو په مهال نوي جوړېدونکي هیواد پاکستان ته مهاجره او په کراچۍ کې مېشته شوه. مشرف د ۱۹۴۳ د اګست په ۱۱ مه په ډیلي کې زېږېدلی او پاکستان ته په ماشومتوب کې له مهاجرت وروسته په اتلس کلنۍ کې په پوځ کې شامل شو.

ده د کراچۍ په سنټ پاتریک ښوونځي کې له لومړنیو زده کړو وروسته په کراچۍ کې د پاکستان په پوځي اکاډیمي کې زده کړې وکړې. په ۱۹۶۴ کې له اکاډیمۍ تر فراغت وروسته په پوځ کې شامل شو.

پروېز مشرف په ۱۹۹۹ کې له کودتا وروسته واک په لاس کې واخیست او له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د ولسمشر په نوم واکمن و.

مشرف په ۲۰۰۱ کې په نیویارک او واشنګټن کې د سپټمبر د یوولسمې نېټې له بریدونو او د امریکا د هماغه مهال د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر له پټکې وروسته د تروریزم پر ضد په جګړه کې د امریکا متحد شو خو څو کاله لا تېر نه و چې د افغانستان د جمهوري حکومت او امریکا پر ضد یې د طالبانو پټ ملاتړ پیل کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب