Homeخبرونهسراج الدین حقاني د اماراتو او سعودي له سفره وروسته هیواد ته...

سراج الدین حقاني د اماراتو او سعودي له سفره وروسته هیواد ته ستون شو

تاند (چهارشنبه، د سلواغې ۱۷ مه) د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد د سې‌شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو او سعودي له سفره هیواد ته راستون شوی او اوس په هېواد کې دی.

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تایید کړې وه چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د دې شورا د اجازې پر اساس د عمرې حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللی و.

سراج‌الدین حقاني له سعودي عربستان څخه مخکې متحده عربي اماراتو ته تللی و او د دغه هېواد له دولتمشر سره یې لیدنه او خبرې کړې وې.

د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ویلي چې د سراج‌الدین حقاني د سفر بندیز یې د لسو ورځو لپاره لرې کړی و، او هغه د فبرورۍ تر درېیمې (چې دوشنبه وه) سفر کولی شوای.

سراج‌الدین حقاني د ملګرو ملتونو او امریکا د بندیزونو په لېست کې دی، او په تېرو دریو کلونو کې، لږ تر لږه درې ځله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجازې متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته تللی دی.

د طالبانو حکومت سعودي ته د جلال الدین حقانتي د سفر په اړه څه نه و ویلي.

سراج الدین حقاني، سره له دې چې په ټېرو څو لسیزو کې د خورا خونړیو حملو مسوولیت ورله غاړې بلل شوی او په اړه یې ډېر منفي تبلیغات شوي، خو په وروستیو کې یې له دې کبله نوم ښه شوی چې د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي او د کیش شخصیت مخالفت کوي.

4 COMMENTS

  1. د جلال الدین حقاني پرځای دې دا عنوان داسې اصلاح شي :
    سراج الدین حقاني د اماراتو او سعودي له سفره وروسته هیواد ته ستون شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...