دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیزتاریخد مراکش لومړنی پاچا څنګه واک ته ورسېد؟

د مراکش لومړنی پاچا څنګه واک ته ورسېد؟

تاند- ۱۲۱۹ کاله پخوا په دې ورځ (د ۷۸۹ ع کال د فبرورۍ په پنځمه) یو عرب شهزاده (ادریس)، چې د دسیسې په تور په بغداد کې د عباسي خلیفه له درباره شړل شوی و، د شمالي افریقا د قومونو له لوري د پاچا په توګه غوره شو او د ادریس په نوم د پاچهۍ پر ګدۍ کښېناست.

په دې ډول د مراکش اسلامي هیواد جوړ شو. مراکش له اندلس وروسته دوهم اسلامي هیواد ګڼل کېده چې د بغداد له عباسي خلفاوو سره یې تړاو نه درلود.

ادریس چې په بغداد کې د عباسي خلیفه ګانو له دسیسو پکو (په تنګ) شوی و د شمالي افریقا د اطلس غرنۍ سیمې ته ولېږدېد او د دې سیمې قومونو پاچا غوره کړ.

ادریس د واک پر ګدۍ تر کښېناستلو وروسته د بغداد د خلیفه امرونه رد کړل او خپلواکه پاچهي یې پیل کړه.

درې کاله وروسته د عباسي خلیفه هارون الرشید د جاسوسانو له لوري وژل شو. خو اومیندواره ښځه ترې پاته شوه چې وروسته یې زوی د دوهم ادریس په نوم واک ترلاسه کړ او د ادریسیه پاچهانو لړۍ یې تاسیس کړه.

دوهم ادریس مراکش متحد کړ او فاس ښار یې پلازمېنه وګرځاوه. دا ښار د مراکش د تمدن او کلتو رزړه بلل کېږي.

په دې ډول د ۷۸۹ ع کال د فبرورۍ په پنځمه ادریس د شمالي افریقا د قومونو له لوري پاچا غوره شو او د لومړي ادریس په نوم د واک پر ګدۍ کښېناست. له هماغه وخته تر نن پورې مراکش هیڅکله په بشپړ ډول خپلواکي له لاسه نه ده ورکړې او تر دې دمه یې خپل ملي هویت او کلتور خوندي ساتلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب