شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeروغتیاپه کابل کې د زړه د ناروغیو د درملنې څانګه پرانستل شوه

په کابل کې د زړه د ناروغیو د درملنې څانګه پرانستل شوه

تاند- په کابل کې د فرانسویانو په روغتون کې، چې د ماشومانو درملنې ته ځانګړیس دی، د لومړي ځل لپاره د لویانو (بالغانو) لپاره د زړه د ناروغیو د درملنې څانګه پرانیستل شوه.

د ماشومانو لپاره د فرانسوي روغتون سرچینې وايي، پر دې نوي مرکز اوولس لکه ډالر لګول شوي او هر کال به د د زړه شاوخوا ۵۵۰۰ ناروغان تداوي کولی شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د فرانسویانو په روغتون کې د دې نوې څانګې د پرانستلو هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې له دې سره به بهرنیو هیوادونو ته د زړه د ناروغیو د درملنې لپاره د افغان ناروغانو تګ کم شي.

اکثره افغانان د زړه د ناروغیو د درملنې لپاره بهرنیو هیوادونو، په تېره بیا هند او پاکستان ته ځي.

له دې درکه هر کال له افغانستانه په ملیونونو ډالر بهر ته وځي.

په وروستیو کې په افغانستان کې د زړه د ځینو ناروغیو کامیابې درملنې شوي او حتي افغان ډاکتران توانېدلي چې زړه پیوند کړي.

3 COMMENTS

  1. په نامه د فرانسویانو دغه روغتون یوه لویه برخه آغا خان تر لاسه کړی او خپله سرمایه ګزاری یی هم کړه .دا دهغه شخصي
    روغتون دی چه غواړی د خوار افغانانو پوستکی دلته هم ځنی وکاږي !حیف د روغتیا وزارت او دی بی سواد وزیر په حال چه تر اوسیه پدی ندی توانیدلی چه یو مجهز روغتون جوړ کړای شي . دا دحکومت او د چارواکو لپاره لوی شرم دی چه په دیارلس کلونو کی یو مجهز او پرمختللی روغتون یی هم جوړ نکړای شو. له داسی چارواکو به ولس نوره څه هیله لري ؟

  2. په دی روغتون کی خورا ښه بزنس روان دی. لعنت دی پر داسی یوه حکومت شی چه په ملیاردو ډالر دغه ملک ته را غلل خو یو معیاری روغتون تر اوسه پوری نشته. ځمره پیسی چه د فراهسویانو روغتون اخلی، هغمره خرڅه په اندډیا او پاکستان کی هم کیږی

  3. خبره په دې کې ده چې هغه خلک چې امکانات یعنې پیسې لرې ،د هغوی په هر ځای کې درملنه شونې ده خو افسوس د هغو خلکو په حال چې دیوې جوړې جامو (کالیو )توان نه لري نو هغوی په څنګه وکولای شي په فرانسوي روغتون کې چې ډېر لګښت غواړي خپله تداوي وکړي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب