Homeخبرونهپاکستان وايي، د ترکیې ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند...

پاکستان وايي، د ترکیې ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند په ټینګولو کې د مرستې وړاندیز وکړ

تاند (چهارشنبه، د کب/ حوت ۱۳ مه) پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د دغه هیواد صدراعظم شهباز شریف د سې‌شنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره مهمې ټیلیفوني خبرې وکړې. د پاکستان ټوډې ورځپاڼې پر اساس، ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان په مبارزه کې د انقرې کلک ملاتړ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند د بیا ټینګښت لپاره به مرسته وکړي.

د پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په ایکسپاڼه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اردوغان په پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه وغندل او ډاډ یې ورکړ چې ترکیه به له ترهګرۍ سره په مبارزه کې «د پاکستان ترڅنګ ولاړه» وي. هغه زیاته کړه چې ترکیه به د هغه اوربند د بیا رامنځته کولو لپاره هم کار وکړي چې مخکې د ترکيې د دیپلوماتیکو هڅو له لارې ترلاسه شوی و.

دواړو مشرانو د منځني ختیځ د چټک خرابېدونکي وضعیت په اړه هم خبرې وکړې. اردوغان ټینګار وکړ چې پر ایران د بریدونو له امله له رامنځته شوو شخړو وروسته د دیپلوماسۍ بیا پیلول خورا مهم دي او ویې ویل چې نوې خبرې اترې به د سیمې د ثبات لپاره «بېخي ګټورې» وي.

هغه د ډیپلوماتیکو هڅو د اسانتیا لپاره د هر ډول ممکن ملاتړ چمتووالی هم څرګند کړ.

شهباز شریف په خلیج کې پر «ورورڼو هېوادونو» بریدونه د افسوس وړ وبلل. هغه اردوغان ته د خلیجي هېوادونو له مشرانو سره د خپلو اړیکو په اړه معلومات ورکړل او له هغوی سره یې د پاکستان بشپړه خواخوږي او ملاتړ تکرار کړ.

د خلیج پر هیوادونو ایران له دې کبله بریدونه کړي چې امریکايي اډې هلته موقعیت لري او له دغو اډو څخه پر ایرذان بریدونه کېږي.

دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د ټولو اړخونو له خوا اعظمي زغم ضروري دی څو د لا زیاتې تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

په خبرو کې د افغانستان وروستي پرمختګونه هم وڅېړل شول.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بیا هغه مهال زیات شو کله چې پاکستان د فبرورۍ په ۲۲مه په ننګرهار او پکتیکا کې هوايي بریدونه وکړل، چې په ځواب کې یې افغانستان پر پاکستاني پوستو غچ اخیستونکي بریدونه وکړل.

1 COMMENT

  1. دغه لوی دجال دغه خبیث د صیهونیستو غلام اردوغان دغه د اسلام دښمن باندي باور کول لویه خطا ده. ددغه سوډر مرګ به اخیر د اسرئيلو دده د بادارانو د لاسه وي.دی سي د تور دجال ملاتړ کوي په دې مانا سي اردوغان سوډر دوهم تور دجال ده.دده له برکته غزه هم د اور لمبه سوه. 👎

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مړه خوا بختانی| لعل‌پاچا ازمون

پسرلي تازه کډه باروله، ګرمۍ ورو ورو خوله په نازکو صورتونو کېښوده او خپله تنده یې پرې ماتوله.  دا  د کال ۱۳۸۷ خبره کوم، ګرمۍ وزرې...