پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت؛ د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳...

کورنیو چارو وزارت؛ د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي

تاند【دوشنبه د کب ـ حوت ۱۳مه】د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع تازه رسنیو ته ویلي چې په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د تېرې شپې نښتې نن (دوشنبې) د ورځې تر ۱۱:۰۰ بجو دوام درلود.

قانع تاییدوي، چې نښته د پاکستاني پوځيانو له لوري پيل شوه او طالب ځواکونه هم ځواب ویلو ته اړ شول.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې په دغې پېښه کې د دوی یو سرتېری ژوند بایللی او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په نښته کې د مقابل لوري ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او ځينې پوستې یې ویجاړې شوې دي.

دا نښته د تورخم په دروازه کې شوې، چې له یوې اوونۍ زیات وخت کېږي چې بنده ده.

د ننګرهار د اطلاعات و کلتور ریاست تر دې وړاندې ویلي وو چې، د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې نښته هغه مهال پیل شوه، کله چې پاکستاني ځواکونو لومړی د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

د دغه ریاست پر اساس «پاکستاني ځواکونو څو ورځې د دې جګړې لپاره چمتووالی نیولی و او آن رسنۍ یې هم رابللې وې، چې د برید پړه پر افغان لوري واچوي.»

د دروازې د خلاصون په موخه دواړه لورو څو ځله ناسته وکړه خو بې پایلې وه.
https://taand.net/?p=252162

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...