Homeخبرونهاقتصادي خبرونهیونېسیف؛ کابو ۲۳ ملیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

یونېسیف؛ کابو ۲۳ ملیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

تاند【دوشنبه د کب ـ حوت ۱۳مه】د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي چې، په ۲۰۲۵ کال کې کابو ۲۲.۹ ملیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

سرچینه زیاتوي چې ۱۲ ملیونه ماشومان هم پکې شامل دي.

د سرچینې په وینا دا شمېرې د هغو کسانو د ملاتړ د دوام ارزښت څرګندوي، چې تر ټولو زیان‌منونکي دي.

دغه راز د اقلیم بدلون او طبیعي پېښو د افغانستان بشري ناورینونه لا پراخه کړي او د خلکو د ژوند شرایط یې نور هم سخت کړي دي.

بل لورته د خوراک نړیوال پروګرام هم ویلي چې، جاپان د افغانستان د لوږې او خوارځواکۍ (سوء تغذیې) پر ضد مبارزې لپاره دې ادارې ته ۷ میلیونه ډالر مرسته کوي.

سرچینې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، دغه مرسته به د بیړنیو خوراکي مرستو، د خوارځواکۍ مخنیوي او په ښوونځیو کې د تغذیې د پروګرامونو پیاوړتیا لپاره ولګول شي.

د سرچینې په وینا، نږدې ۳۰ زره کورنۍ، چې شمېر یې تر ۲۰۰ زرو کسانو زیاتېږي، دوی به د درې میاشتو لپاره له دې خوراکي مرستو ګټه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...