پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+امارت په فرضو روان دی که په مباحو؟ | یونس تنویر

امارت په فرضو روان دی که په مباحو؟ | یونس تنویر

امارته! موږ دا فکر کوو، چې کله په افغانستان کې معاصره دولتداري رامنځته شوې؛ په هغه ټولو نظامونو کې تر ټولو اړینې چوپړتیاوې د ولس لپاره تاسو رامنځته کړې دي. د افغانستان اسلامي امارت یو داسې نظام دی، چې چوپړتیاوې یې د افغانستان په معاصره او ځانګړي ډول په پنځو لسیزو کې ساري نه لري. مافیاوي کړۍ، ښکرور زورواکي، ظالم چارواکي، پردي جاسوسان پکې ورک شوي او امن او پراختیایي چارې ډېرې ښې روانې دي.

خو په امارت کې لویې نیمګړتیاوې دا دي:

د معاصرې زده کړې او اکاډمیکې ساحې مو نه یوازې د پردیو افکارو څخه پاکې کړې، بلکې لا مو تضعیفې کړې. اړینه خو دا وه، چې دې ته لا توجو شوې وای.

د معاصرې دولتدارۍ په رامنځته کولو کې مو د ښځو ونډه دومره کمزورې کړه، چې لا زموږ د نیکونو په زمانو کې هم ښځې په دې ډول حیف شوې نه وې.

د پوهنتوني تفکر سره د ځینو چارواکو تضاد دومره ډېر شوی، چې حتا د یوه ریاست، مشاوریت د ورکولو باور هم ورباندې نه کیږي او ټول لوړ بستونه د ملایانو په خدمت کې دي.

په ځوان کهول باور پر ځمکه لویدلی او په سیاست کې هیڅ ځای نه ورکول کیږي، سره ددې، چې ځوانان د یوه ملت لویه برخه او د سیستم د پیاوړتیا یوازنی تفکر د دوی په ذهن کې شتون لري.

نو اوس که چیرې د انسانانو لپاره قوانین ټاکو، نو باید د شریعیت په رڼا کې یې وټاکو. اسلام فطري دین دی، نو موږ ولې د انسانانو د فطرت خلاف پاتې شو؟

که چیرې اوس معاصرې زده کړې مباحې ګڼو، نو دا یقیني ده، چې د فطرت په خلاف پاتیږو او دین د فطرت خلاف نه دی، ځکه چې د اوسني کایناتي نظام یوه اهمه اړتیا معاصرې زده کړې دي. دین هیڅ وخت د اړتیا خلاف نه دی. اوس که موږ په ښځو د عصري زده کړو دروازې بندوو، نو دا د فطرت خلاف کړنه ده.

نو دې ته چېرې هم دین جواز نه دی ورکړی. که چیرې امر ثاني د تاخیر په مانا وي، نو تاخیر تاوان دی او دین هیڅ وخت د انسانانو په زیان فیصله نه ده کړې، بلکې ویلي یې دي، چې د کفارو مقابلې لپاره ځانونه سیال جوړ کړئ، چې پر تاسو بر لاسې نه شي.

اوسنی نظام د یوه درست سیستم په نه درلودلو روان دی، چې نه مباح دی او نه فرض، بلکې ماشومانه لوبه ده او ددې لوبې تاوان ولس ته دی، نو په دین چیرې هم دا نه شته چې سیاست دې د خیر ښیګڼې ماورا وي.

که چیرې موږ په دولتدارۍ کې سیستم ته روڼتیا او عصري کوونه ورنه کړو، نو نه یوازې موږ به خدمات نه شو کولای، بلکې د ولس باور به پر دولت ختم شي او اوسمهال دولت هیڅ ولسي باور نه لري.

ګڼو اسلامي پوهانو د اسلامي نظام په وجود کې اصلي  شی، د خلکو اکثریت او د خلکو لپاره حکومتداري کول ښودلي دي. په امارت کې تر ډېره دا تمایل دی، چې د خلکو ګڼ اکثریت له سیاست څخه وباسي او د امارت رهبري باید انحصار کوونکې (دیکتاتوري) وي. شوراییز حاکمیت نه شته، چې تر څو حاکمه طبقه د ولس سره په هر ظلم او ستم کې ملکرې وي.  ترې باخبره وي، داسې نه چې په یوې لویې ادارې یا وزارت کې د یوه فرد له ظالمانه حاکمیت څخه دې خبرنه و. که ملت د هېواد په بېلابېلو ډګرونو کې حضور ولري او حکومت له ملته ووېریږي، نو په مسلمه توګه به اصلاحات دوام پیدا کړي، یانې د ټولنې هر فرد باید په حکومت کې ځان وګوري، نو په دې سره به ملي اقتصاد ته پاملرنه هم شوې وي او د خلکو وضعیت به هم ښه شوی وي.

کنه نو فرد! نه شي کولای ټولواکی نظارت وکړي.  فرد! نه شي کولای، له ټول ولس سره پاتې شي. فرد! نه شي کولای، چې کل اختیار په لاس کې واخلي. فرد! نه شي کولای، کل انضباطي وکړي. فرد! نه شي کولای، چې ټول ولس درک کړي. فرد! نه شي کولای، چې ټولې دندې په سمه توګه تقسیم کړي. او د اسلامي نظام  اصله تقاضا دا ده، چې عمومي حاکمیت باید د شورا ګانو په نظارت او ماموریت پای ته ورسيږي. یانې اجراییه قوه ، د فرد په حاکمیت کې ناکامه ده. مهمه دا ده ، چې اجراییوي چارې د اړوندو وزارتونو په سر نظارت، برسي، تحقیق، ولس ته د مسایلو حل او وزارتونو ته طرحې او کاري ظرفیتونو د لوړولو ماموریتونه ولرو او په دې شکل اسلامي نظام مخته ځي او ولس ته زیات د خیر ښیګڼې ذریعه وي.

ولې دلته یو شمېر چارواکي! په ټول حاکمیت او ریاست ځان مامور کړی وي، نو  وجه همدا ده ، چې د واک انحصار په فردي ډول بې عدالته او له خشونته ډک وي او ولس له درک او احساس ناخبري، یو ډول د امارت نابودي ده.

د حکومتولې په چارو کې د واک انحصار طلبي ده او پروسه یو ډول د غرض له مخې ده. د ولس بسیاینې له مخې نه ده او دا  حاکمیت د یو څو نفرو، ایډیالوژیکو سازمانونو په لاس او اختیار کې دی، چې دا خپله د اسلامي نظام توهین دی.

حکومت د ولس حیثیت دی. ولسونه باید په حکومتونو ننګه وکړي. ولس چې په کوم حکومت ننګه نه ده کړې؛ حکومتونه له منځه تللي او ولس ته خساره رسېدلې ده. حتا د جمهوریت په څېر د یوې پستې ادارې په ړنګیدو هم  ډېرو ولسونو ته نه جبرانېدونکې خسارې اوښتې دي، لکه: مهاجرت، هیواد پرېښودل، د نظام په ورانېدو ډېرۍ نظامي معاش خوارې کورنۍ بې معاشه کیدل، په دولتي ادارو کې د ښځو د کار او زده کړو موقت بندېدل… یانې که څومره د حکومتونو سره د ولس فاصله ډېریږي، نو حکومتونه په زیان کې دي. د حکومت زیان د ولس زیان دی. ولس باید د حکومتونو سره په دفاع کې ودریږي. ولس باید حکومت په دې قانع کړي، چې نظام د ولس د چوپړتیا لپاره دی او باید چې ولسونه په حکومتونو کې مستقیم او غیرمستقیم دخیل وي.

1 COMMENT

  1. السلام علیکم وروره محترم امارت ته دی ډیره ښه لارښوونه کړی ده. دوی باید خپله هم لاری ته سم شی او د قاری خوستی او د موټر دننه دا نوی پېښه تر پوښتنې لاندی راولی همدارنګه د نورو ملکو بداخلاقه ښځې را ونه غواړی. وای بند امیر کی یی یوه بده اخلاقه ښځه میلمه کړی. نور که اصلاح کوی یا نه کوی خو اخلاق باید حتما سم کړی ځکه یو امارت حکومت ته بد اخلاقی نده پکار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...