جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپه تورخم کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ نښته، یو تن...

په تورخم کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ نښته، یو تن وژل شوی او بل ټپي دی

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۱۳ مه) د ترکیې انادولو خبري اژانس د پاکستان د یوه امنیتي چارواکي په قول ویلي چې د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو ترمنځ د ډزو په تبادله کې یو تن خپل ژوند بایللی او بل کس ټپي شوی دی.

دا نښته د تورخم په دروازه کې شوې، چې له یوې اوونۍ زیات وخت کېږي چې بنده ده.

یوه پاکستاني امنیتي چارواکي د انادولو خبري آژانس ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې ټپي کس په مرمۍ لګېدلی، خو بل کس د سختو ډزو له کبله د رامنځته شوې ګډوډۍ له امله ژوند بایللی.

انادولو د افغانستان لور ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. خو په سیمه کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې د افغانستان لور ته هم لږ ترلږه یو ملکي وګړی وژل شوی او بل ټپي دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست: نښته پاکستاني ځواکونو پیل کړه

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې نښته هغه مهال پیل شوه، کله چې پاکستاني ځواکونو لومړی د افغان ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

د دغه ریاست پر اساس «پاکستاني ځواکونو څو ورځې د دې جګړې لپاره چمتووالی نیولی و او آن رسنۍ یې هم رابللې وې، چې د برید پړه پر افغان لوري واچوي.»

نه د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست او نه هم د ترکیې انادولو اژانس، چې د تورخم له پورې خوا یې راپور چمتو کړی، د افغانستان خوا ته د مرګ ژوبلو په اړه څه ویلي.

خو تاند ته یوې سرچینې وویل چې د افغانستان لور ته هم یو تن ملکي وژل شوی او بل ټپي دی.

دې نښتې، چې نیمه شپه پیل شوه، دوه ساعته دوام وکړ. خو لا هم په سیمه کې وضعیت ترینګلی دی.

د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې، د تورخم دروازې بندېدا هره ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت ته ۳ میلیونه ډالر زیان رسوي. تورخم خیبر پښتونخوا ایالت د افغانستان له ننګرهار ولایت سره نښلوي.

تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ له ۱۸ رسمي پولو څخه یوه ده، چې دواړه هېوادونه پرې له لسګونو کلونو راهیسې سرحدي شخړې لري.

هره ورځ شاوخوا ۱۰ زره کسان، چې ډېری یې افغانان دي، له دې لارې د درملنې او کار لپاره پاکستان ته ځي.

د پاکستان او افغانستان اړیکې د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې ترینګلي شوي، کله چې اسلام‌آباد د ناقانونه بهرنیانو، چې ډېری یې افغان کډوال وو، د شړلو لپاره پراخ عملیات پیل کړل. پاکستان اعلان وکړ، چې ټول بې اسناده کډوال به خپلو هېوادونو ته بېرته استوي.

1 COMMENT

  1. دا لار باید د پاکستان سره دایمي یا بنده شي او یا خلاصه شي. دا هره ورځ جنجال د حل لاره نده. اوسنی رژیم په دومره موده کې باید بله لار پیدا کړې وای. دوی یا د ایران، تاجکستان او یا ازبکستان لار خپله کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...