Homeخبرونهاقتصادي خبرونهعلی امین ګنډاپور د طالبانو له استازي سره د تورخم د بندیدو...

علی امین ګنډاپور د طالبانو له استازي سره د تورخم د بندیدو په اړه خبرې وکړې

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۱۳ مه) د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر، علي امین ګنډاپور، د طالبانو له سرقونسل محب‌الله شاکر سره په پېښور کې ولیدل او د تورخم دروازې د بندیدو له امله د رامنځته شویو ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.

هغه ټینګار وکړ چې د دې دروازې بندېدا د دواړو خواوو په ګټه نه ده او باید ژر تر ژره بېرته پرانستل شي.

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ناسته کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، د سیمه ییز ثبات، او په خیبر پښتونخوا کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د هواري په باب خبرې وشوې.

خبرپاڼه زیاتوي، دواړو لوریو د سوداګرو او عامو خلکو د زیانونو په اړه هم خبرې وکړې. دواړو خواوو د روژې میاشتې او د کوچني اختر رانژدې کېدو ته په اشاره موافقه وکړه، چې دا لاره باید ژر تر ژره بېرته خلاصه شي.

علي امین ګنډاپور وویل چې د روژې په میاشت کې د تورخم تړلو تاجرانو او بار وړونکو موټر چلوونکو ته زیان رسولی، او دا وضعیت د هیڅ لوري په ګټه نه دی. هغه ټینګار وکړ، چې د خلکو ستونزې باید ژر تر ژره حل شي.

نوموړي زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د تورخم د خلاصون لپاره هڅې کوي، او د طالبانو له سفارت څخه یې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پاکستان فدرالي حکومت د خیبر پښتونخوا د حکومت له دغه اقدام سره موافق نه دی

علي امین ګنډاپور د دواړو خواوو ترمنځ د ترینګلو اړیکو یادونه وکړه، او ویې ویل چې د سیمې ناامني د دواړو غاړو خلکو ته ستونزې جوړې کړي. هغه ټینګار وکړ، چې مذاکرات او خبرې اترې د سیمې د تلپاتې سولې لپاره غوره لاره ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د ایالتي حکومت له لوري یوه جرګه د طالبانو له حکومت سره د مذاکراتو لپاره چمتو شوې، خو دا مهال د پاکستان د مرکزي حکومت د تایید په تمه ده. هغه وویل، چې له نهایي کېدو وروسته به، دا پلاوی افغانستان ته واستول شي.

خو د اسلام‌آباد مرکزي حکومت د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر او طالبانو ترمنځ د دې خبرو ملاتړ نه کوي. د پاکستان چارواکو ویلي چې له یوه بهرني هیواد سره د ایالتي چارواکو مستقیم خبرې د مرکزي حکومت حیثیت ته تاوان رسوي.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف حکومت، چې د ګنډاپور له مخالف ګوند سره تړاو لري، د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر هر ډول رسمي مذاکرات رد کړي دي.

سره له دې مخالفتونو، علي امین ګنډاپور وویل، چې ایالتي حکومت هڅه کوي، د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره ځانګړې معامله وشي، تر څو د سوداګرۍ، درملنې او زده کړو په موخه خلکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.

تورخم دروازه لسو ورځو راهیسې د پاکستان له خوا تړل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...