تاند – عمومي تصور دا دی چې امریکا او روسیه یو له بله زرګونه کیلومتره لیري دي، خو حقیقت دا دی چې دا دوه هیوادونه یوازې دوه مایله واټن لري.
“کوچنی دیومید” د امریکا یو لیري ڼاپو دی چې په برینګ تنګي کې موقعیت لري او یوازې ۷۷ اوسیدونکي لري. د تنګي بل اړخ ته د “لوی دیومید” جزیره ده، چې د روسیې ملکیت دی. که څه هم دا دوه ټاپوګان یوازې له یو بل سره ۲ مایله واټن لري، خو د وخت توپیر یې ۲۱ ساعتونه دی.
کوچنی دیومید له تېرو ۳ زره کلونو راهیسې د اینوپیات خلکو د استوګنې ځای دی، خو د ژوند شرایط یې خورا سخت دي. د ژمي په موسم کې د هوا تودوخه درجه یې د سانتي ګراد منفي ۱۴ ته رسیږي، او په دوبي کې یوازې تر مثبت ۱۰ درجو لوړیږي. له دسمبر تر جون پورې دا ټاپو په کنګل پوښل شوی وي.
په جزیره کې نه سړکونه شته، نه بانکونه او نه هم رستورانتونه. یوازې ۳۰ ودانۍ لري، چې یو ښوونځی، یو کتابتون، او یو وړوکی دوکان پکې شامل دي. خوراکي توکي، سون توکي او حتی وسلې په الوتکه کې ورته راوړل کیږي. د دې ځای خلک د بقا لپاره د نهنګ، سپین یا قطبي یږ (خرس)، او سیل په ښکار ګوزارده کوي.
توکي یوازې یو ځل په اوونۍ کې د هیلیکوپټر له لارې راوړل کیږي. ځینې شیان، لکه د جامو مینځلو شامپو، د ترانسپورت د ستونزو له امله ډېر ګران دي. د ټاپو اوسیدونکي هره ورځ پوستي خدماتو ته لاسرسی نه لري، او انټرنېټ هم یوازې د ماسپښین څو ساعته شته.
په کوچني دیومید کې ژوند له کلونو راهیسې بدل شوی نه دی. سپین یږان تل د خلکو لپاره خطر پېښوي، او د باد سرعت په ساعت کې ۹۰ مایلو ته رسیدلی شی.
سیلانیان باید د ځایي خلکو په کورونو کې پاتې شي، ځکه چې په ټاپو کې هېڅ هوټل نه شته.
امریکا د متحدو ایالتونو دا جزیره په 1867 کال کې د الاسکا د یوې برخې په توګه له روسیې وپېرله.
له سړې جګړې څخه مخکې، د کنګل یوه پل دا دوه ټاپوګان سره نښلولي وو، چې خلکو ته یې د تګ راتګ او کلتوري تبادلې فرصت ورکاوه. خو په 1948 کې، شوروي د لوی دیومید بومي یا اصلي اوسیدونکي وشړل او جزیره یې په پوځي اډه بدله کړه، چې له امله یې د دواړو؛ روسي او امریکایي ټولنو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې.