جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان د سوداګرۍ خونو مرستیال د تورخم بندېدا د نړیوالو قوانینو...

د افغانستان د سوداګرۍ خونو مرستیال د تورخم بندېدا د نړیوالو قوانینو خلاف وبلله

تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۱۳ مه) د تورخم له بندېدو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ مرستیال محمدیونس مومند پرون (یکشنبې) له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون له رئیس سره لیدلي او د تورخم او نورو سوداګریزو لارو بندیدا یې د نړیوالو قوانینو او د ګاونډیتوب د اصولو خلاف بللې.

یونس مومند له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د تجارتي لارو د خلاصون په برخه کې همکاري وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې اداره وایي، چې محمد یونس مومند د خپل سفر پر مهال د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون له مسووللنو سره لیدلي، څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي ستونزو د حل لارې ولټوي.

د دې ناستې پر مهال، ښاغلي مومند د ترانزیتي اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی، او ویلي چې پاکستاني لوري هم ژمنه کړې چې د دې ستونزو په حل کې به همکاري کوي.

 پاکستان په دې پلمه چې د طالبانو حکومت ګواکي د پاکستان په خاوره کې پوستې جوړوي، د تورخم لارله لسو ورځو راهیسي بنده کړې ده.

د اقتصادي چارو کتونکي وايي چې پاکستان په دې توګه هڅه کوي چې پر افغانستان فشار زیات کړي. د دوی په وینا پاکستان پر افغانستان د فشار راوړلو لپاره له یوې خوا افغان کډوال باسي او له بلې خوا خپلې تجارتي لارې بندوي څو د طالبانو حکومت د دوی غوښتنو ته غاړه کښېږدي.

د دې لارې د بندېدو له کبله دواړو خواوو ته زرګونه باري موټرونه منتظر ولاړ دي او د دواړو خواوو سوداګر وايي چې چې د لسګونو میلیون ډالرو زیان وراوښتی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...