تاند (دوشنبه، د کب/ حوت ۱۳ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د یو اجرایی فرمان په لاسلیک کولو سره انګلیسي د متحده ایالاتو رسمي ژبه اعلان کړه.
دا اجرایی فرمان د شنبې په ماښام د کب ۱۱مه د ډونالډ ټرمپ له خوا لاسلیک شو.
سره له دې چې د امریکا له ۵۰ ایالتونو څخه شاوخوا ۳۰ ایالتونو انګلیسي خپله رسمي ژبې اعلان کړې، دا لومړی ځل دی چې دا اقدام په ملي کچه اعلانېږي. متحده ایالات، چې د بېلابېلو ژبو او کلتورونو خلک پکې یوځای اوسي، له کلونو راهیسې د «د نړۍ د ویلې کېدو دیګ» په نوم یادېده.
د ټرمپ په اجرایی فرمان کې ویل شوي: «انګلیسي له هماغه وخته چې جمهوریت تأسیس شو، زموږ ملي ژبه وه. د امریکا تاریخي حکومتي اسناد، لکه د خپلواکۍ اعلامیه او اساسي قانون، ټول په انګلیسي لیکل شوي دي. له همدې امله، له ډېرې مودې راهیسې انګلیسي د متحدو ایالتونو رسمي ژبه ګڼل کېږي».
د دې فرمان له مخې، د ملي رسمي ژبې ټاکل د یووالي او ملي یوځایوالي اساسي ټکی دی. د امریکا وګړي که په یوه ګډه ژبه خبرې وکړي، دا به د ملت یووالي ته وده ورکړي.
اعتراضونه او اندېښنې
ځینې فعالان اندېښنه لري چې دا اقدام به د هغو کسانو پر ژوند منفي اغیزه ولري چې په انګلیسي نه پوهېږي، په ځانګړي ډول د مهاجرت، رایې ورکولو او حکومتي مرستو د ترلاسه کولو په برخو کې.
د ټرمپ فرمان، د پخواني ولسمشر بیل کلینټن پخوانی حکم لغوه کوي، چې له مخې یې حکومتي ادارې او د فدرال حکومت له لوري تمویل شوي بنسټونه مکلف و چې غیر انګلیسي ژبو ته ژبني خدمتونه برابر کړي.
آیا نورې ژبې به منع شي؟
په فرمان کې ویل شوي چې حکومتي ادارې دا واک لري چې دا ډول خدماتو ته دوام ورکړي یا یې بند کړي. دوی مکلف نه دي چې اسناد، خدمات، یا نورې مرستې په غیر انګلیسي ژبو برابرې کړي.
په امریکا کې خبرې کېدونکې ژبې
د یوې حکومتي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، امریکایان په شاوخوا ۳۵۰ ژبو خبرې کوي. د امریکا د سرشمېرنې اداره وایي چې له انګلیسي پرته تر ټولو ډېر کارېدونکې ژبې دا دي:
- هسپانیايي
- چینایي
- ټاګالوګ (فیلیپیني ژبه)
- ویتنامي
- عربي
همداراز، د شمالي امریکا د بومي خلکو ژبې، لکه ناواهو، یوپیک، داکوټا، آپاچي، کرس، او چروکي، چې لا هم ځینې امریکایان پرې ږغېږي.
د ټرمپ د فرمان متن وايي:
«انګلیسي ژبه نه یوازې اقتصادي فرصتونه برابروي، بلکې نویو راتلونکو ته مرسته کوي چې د ټولنې برخه شي، د ملي دودونو برخه وګرځي او زموږ ټولنې ته خدمت وکړي.»