شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+ځان/ لنډه کیسه-اجمل پسرلی

ځان/ لنډه کیسه-اجمل پسرلی

سترګې یې ورورنګولې. درې ګامه شاته شو، لمر ته خړې سترګې، روښنانه شوې. شونډې یې سره ولاړې. د پنسل بیخ یې په خوله کې وواهه، د رسم تختې ته بیرته ورمخته شو. د خپل مخ د جوړ کړي سکیچ پر پوزه، خولې، ویښتو، غوږونو…یې رنګونه وموښل.

شاته یې له دیوال سره ایښي عکس ته غړۍ ورهسکه کړه، په تصویر کې یې ټیکونه لږ ډیر سپین ښکاریدل. د رسم پر ویښتو یې سپین رنګ درې ځله ورو ورو وموښه. په عکس کې یې پر پوزه چپ لور ته د کوڅک نښې روښانه وې. همدا ټکي یې ګلابي، بیا نسواري بیا لږ تور کړل.

د ګوتو ټکونه یې وایستل. درې ګامه شاته ودرید، لاندې باندې باڼه یې سره نژدې شول، د تندي  ګونځې یې سره ورغلې. د انځور کږې پوزې ته یې سپینه ځلا ورکړه، په بارخو کې د ږیري له ویښتو ډک بیخونه یې هم لږ سپین بیا په تور پنسل څه تور کړل. سترګې یې پټې کړې، سر یې وخوځاوه، پر رسم یې چې له درې ساعتونو یې کار پرې کاوه، خپړ ولګول، کاغذ یې په لاسونو کې داسې راغونډ شو لکه اور چې پرې بل شي. تخته یې ټوله کړه، د دیوال په بیخ کې یې کیښوده.

په کور ننوت. د تشناب دروازه یې په پښه پورې وهله، لاسونه یې وموښل راوموښل. په هنداره کې یې د پوزې په اړخ غټ داغ وګیراوه، له المارۍ څخه یې تور رنګ ورواخیست، ویښته یې ورنګول. په ایینه کې یې څیره لږ ځوانه ورته وایسیده، پوزه یې په ګوته سیخه ونیوله. هندارې ته یې وخندل.

 دباندې یې د څیرلي رسم غونجې شوې ټوټې راغونډې کړې، څنګ په څنګ یې هوارې سره کیښودې:

« دا خو بد نه دی راغلی»

ټټر یې له هوا وپړسیده، له خولې د راوتلي ساه له شمال سره یې راټول کړې پرې پرې کاغذونه خواره شول. د غروب لور ته یې سترګې پورته کړې، مازدیګرني لمر د خزان وهلیو ونو شاته سترګک واهه.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب