دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهط البانو د بي بي سي او امريکا غږ خپرونې منع کړې

ط البانو د بي بي سي او امريکا غږ خپرونې منع کړې

تاند:(یکشنبه، د حمل اوومه) ‏‏د بي بي سي او امريکا غږ رسنيو ځينو سرچينو ويلي چې طالبانو يې په افغانستان کې پر تلویزیوني خپرونو بنديز لګولی دی.

دوی د طالبانو په حواله ويلي چې ياده پرېکړه د طالبانو «مشرتابه» کړې خو دليل یې نه دی روښانه شوی.

د يادو رسنيو ټلويزيوني خپرونې د افغانستان له یو شمېر خصوصي ټلویزونونو څخه خپریدې.

د بي بي سي په نړیوال سرویس کې د ژبو ريیس طارق کفاله نن ویلي«په افغانستان کې د بي بي سي پښتو، فارسي او ازبکي ژبو تلویزیوني خپرونې وروسته له دې په افغانستان کې بندې شوي چې طالبانو په افغانستان کې د بي بي سي خپرونکو چاینلونو ته امر وکړ چې نړیوالې خپرونې ودروي.»

ګومان کېږي چې د دغو رسنيو د تړل کیدو عمده دليل به پر دې رسنيو د طالبانو نه کنټرول وي.

د افغانستان نيږدې ټولې داخلي رسنۍ د طالبانو تر سخت سانسور لاندې دي، تر دې چې ويل کيږي د مېلمنو تر ليستونو پورې طالب چارواکي ورته تاييدوي او ډېری خپرونې او خبري سرويسونه له خپریدو مخکې سانسوريږي.

طالبانو په رسمي ډول د دغو بهرنيو رسنيو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د بيان ازادي سخته محدوده شوې او د سلګونه رسنيو د تړل کیدو تر څنګ ګڼ خبریالان او فعالان د دوی پر کړنو د نیوکو له کبله وژل شوي، بندیان شوي او هېواد پريښودو ته اړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب