یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ستوري ولې سترګک وهي؟

ستوري ولې سترګک وهي؟

لیکنه: جان ګراهام، د واشنګټن کارنیګ انسټیټیوت، ستور پوه

ژباړه: نور احمد شاهین

کله به مو لیدلي وي چې د لامبو حوض په تل کې یوه سکه څرنګه ټکان خوړلې برېښي؟ دا ځکه چې له سکې څخه د منعکس شوي نور مسیر د حوض د اوبو په ذریعه انحراف کوي.

په ورته توګه ستوري سترګک وهي، ځکه له هغوی څخه خپور شوی نور د ځمکې په اتوموسفیر کې څو کیلومتره مزل کوي او بیا د لیدونکي تر سترګو رسېږي او له اتوموسفیره تېرېدل د ستورو ځلا (نور) منحرفوي. دا په دې معنا لکه موږ چې نړۍ ته د حوض له تله (د اوبو له لاندې) وګورو. زموږ اتوموسفیر متلاطم او څپانده دی؛ تل موجونه او ګردابونه لري او د لینز یا منشور په شان عمل کوي چې د ثانیې په څوومه برخه کې له ستورو څخه خپاره شوی نور یوې او بلې خوا ته منحرفوي.

له ځمکې ډېر لرې پراته ستوري د یوې نقطوي منبع په شان دي چې نور یې په سریع او شدیده توګه منحرف کېږي او سترګک وهي، خو ستر آسماني اجسام لکه سپوږمۍ، مریخ، زهره، مشتري او… له دې چې ځمکې ته لنډ دي او نقطوي حالت نلري(نسبتاً ستر دي) نو د نور انحراف یې هم د ملاحظې وړ نه دی او تصویر یې سم ښکاري، یادونه باید وشي هغه ستوري چې په عادي حالت کې سترګک وهي که د پرمختللو تلسکوپونو په ذریعه ولیدل شي سترګک نه وهي او سم ښکاري، ځکه تلسکوپونه آسماني اجسام لږ شانته ستر ښکاروي، نقطوي حالت له لاسه ورکوي او د نور انحراف یې د لیدلو وړ نه وي(سترګک نه وهي). په پای کې باید ووایم چې یوازې له ځمکې لرې پراته آسماني اجسام چې نقطوي حالت لري سترګک وهي).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب