تاند:(دوشنبه، د حمل اتمه) د کابل یو مشهور ډاکټر زلمی خان احمدزی د تېرې شنبې په ورځ د کابل- جلال اباد له لويې لارې تښتول شوی دی.
د نوموړي نيږدې سرچينو ويلي چې ډاکټر احمدزی د یوه حکومتي موټر د سپرو کسانو له لوري د پلټنې په نوم درول شوی او بيا تښتول شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې د نوموړي تښتونکي پینځه وسله وال وو، چې جزییات یې له طالب چارواکو سره شریک شوي دي.
طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
په وروستیو کې تښتونې، په تېره بیا د مشهورو ډاکترانو ډیرې شوي خو ځينې د طالبانو په هڅو او ځينې تښتونکو ته د پيسو ورکولو په بدل کې را خوشې شوي دي.