زه یو فاضل ملګری لرم، ښاغلی وکیلی پوپلزی، د ارواښاد مورخ استاد عزیزالدین پوپلزی زوی، چی اوس مجبورا په سویدن کی اوسی. وکیلی صاحب نن سهار په وتس اب یو لنډ پیام رالیږلی و، د دې پیام منځپانکه دومره ښکلی ده، چی دلته یی له تاسو سره شریکوم.
(د جاپان دولت د دې هیواد په ډیره لیري شمالي سیمه کې، چې کامي شیراتاکي نومي، د اورګادي یو تمځای په دې نه دی بند کړی چې یوازې یوه نجلۍ له هغه ځایه ښوونځي ته ځي. په پام کې و چې دا تمځای درې کاله مخکې بند شوی وای؛ خو کله چې د اورګاډی شرکت په دې پوه شو، چې یوازې یوه نجلۍ هر سهار او مازدیګر له دې ځایه ښوونځي ته ځي او راځي، خپله پریکړه يې بدله کړه او ويې ویل چې دا تمځای به تر هغه فعال ساتي چې دا نجلۍ ښوونځی پای ته ورسوي.
او یو دلیل چې د جاپان دولت په خلکو ګران دی او دې هیواد حیرانوونکی پرمختګ کړی، همدا دی چې زده کړو ته ډیر ارزښت ورکوي او لکه چې تاسو ولوستل، د یوې زده کوونکې نجلۍ لپاره دومره دروند لګښت ګالي.)
ما چې دا پوست ولوست او بیا مې خپل ګران وطن ته وکتل؛ یقین مې راغی چې موږ له وطن سره ډیر ډیر ډیر جفاکوونکي خلک یوو!