یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+«زما نوی کال په نوي غم پـیـلیـږي»

«زما نوی کال په نوي غم پـیـلیـږي»

آصف بهاند

«… غبرګ غوږونه مې کاڼه دي

سږ مې زنګ د ښونځي اورېدای نه شم

سږ پر لور د رڼا پل ایښودی نه شم

سږ مې دواړه پښې پرې دي

سږ مې بندې د مکتب شنې دروازې دي

اخی زړه کې مې د درد ستنې کږې دي…»

(آمنه فنا)

د نجونو د تعلیم مخنیوی که څوک د ښځینوو د ستر د خوندیتوب له پاره کوي، دا کار ناسم دی، د نجونو د تعلیم مخه نیول په حقیقت کې د خپل هېواد د ښځینوو د ستر لیلامول دي. که نجونې مو تعلیم ونه کړي، تاسو به سبا په خپل کور کې نه ډاکتر ولرئ او نه هم د بلې کومې داسې برخې متخصصه چې د هغې کار ستا د کور د ښځینوو ستر خوندي کوي.

که ته په خپل کور، کلي، ښار او وطن کې ښځینه ډاکتره ونه لرې، سبا به ستا د خپل کاله زنانه ناروغه د گاونډي نارینه ډاکتر پر میز باندې پرته وي او پردی نارینه ډاکتر به بیا تا ته وايي چې د باندې ودرېـږه چې زه خپل مریض معاینه کوم، دا یې یوه بېلگه ده.

 اوس دې هغه ښاغلي چې د نجونو د تعلیم مخه نیسي، خپله سوچ وکړي چې د نجونو د تعلیم مخه نیول به نورې څه ناوړه پایلې ولري؟

په افغانستان کې نوي واک ته رسېدلي خلک د نړیوالو، سیمیزو او ملي غوښتنو خلاف، د نجونو له پاره له ښپـږم ټولگي لوړې زدکړې وځنډولې او د ښوونخيو دروازې یې د زدکونکو پر مخ وروتړلې. د افغانستان تر اته نوي سلنې ډېرو خلکو د دې کړنې په مقابل غږ پورته کړ، چا ارام او چا توند غبرگونونه وښودل. نړیوالو هم په خپل وار سره د دې کړنې په مقابل کې رنگارنگ غبرگونونه وښودل هیله یې څرگنده کړه چې طالبان لږ نور هم رانرم شي او د نجونو د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي.

د دې تر څنگ گڼشمېر فرهنگیانو او قلموالو هم د مقالو او شعرونو په خپرولو سره خپل غږونه اوچت کړل او په عادي او هنري ډول یې د خپل زړه خبرې خلکو او نړیوالو ته وړاندې کړې. د دغو قلموالو په ډله کې یوه هم آمنه فنا ده.

زه آمنه فنا نه پېژنم، خو دلته هلته مې یې کله، کله ځینې شعرونه لوستي دي. تېر کال مې کله چې «د ښځو سملاسي مشاعرې، د ښځو د زړه غږ او د استعدادونو د غوړېدنې ښه پته» ترسرلیک لاندې یوه مقاله ولیکله، د هغو مشاعرو یوه گډون کونکې همدا آمنه فنا وه چې په یادو مشاعرو کې یې پوره ونډه درلوده. په یادو مشاعرو کې یې د څو راغلو بیتونو بېلگې وړاندې کوم:

یو سپېڅلی بغاوت مې زړه غوښتلو
ما کړې ماتې زولنې درپسې راغلم

ای زمـــا د لــوغــړنې مـینې یاره
وهم چیغې او نارې درپسې راغلم

بېلېدل مې درنـه نه شي ای وجوده
لکه سیوری درپسې، درپسې راغلم

زما د اوښکو باران تم نه کړلې لاړې
پـه ژړا تــر دروازې درپـسـې راغـلم

ها چې ځان دې رانه هېر کړ هغه ته وې؟
چـې د زړه لـــه دريــڅــې درپـسې راغـلم

د شعرونو یوه ټولگه يې «د طوبی تر سیوري لاندې» نومېـږي چې یو ځل مې چېرې یوازې د کتاب پوښ له نظره تېر شوی دی، خو د لوستلو چانس مې یې تر اوسه نه دی پیدا کړی.

په همدې ورځو کې چې د افغانستان او نړۍ د میډیا ډېره برخه، په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پر تړلو غږېـږي، غبرگونونونه ښیي او انتقادونه کوي، آمنه فنا هم خپل پروتست او انتقاد کړی دی، خپل غږ یې په هنري ډول د شعر په ژبه جگ کړی دی، د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کېدل او له زدکړوڅخه د نجونو راگرځول يې په خپل یو ټوټه شعر (پرې وزرې) کې په خورا ښه او هنري ډول انځور کړي دي او د نجونو او ښځو مظلومیت یې ښودلای دی.

د خپل وطن، خلکو په تېره نجونو او ښځو د درد بیان به په دې ډول ډېرو لږو قلموالو کړی وي، د خپل حق د غوښتلو له پاره به تر دې لوړه او سوځنده چیغه چېرته وي:

پرې وزرې

راروانه پسرلیه

ته به راشې په زرغونو قدمونو

خو زما سترګې ړندې دي

زما سترگو کې اغزي راټوکېدلي

ټول حواس مې کنګل شوي

نه دې وینمه رنګونه

نه دې وږم حس کومه

راروانه پسرلیه

څه لمن، لمن موسکا به درسره وي

په سپـیرو دښتو به یې ویشې

هر ونه به سينګار کړې لکه ناوې

ور په غاړه به اميل کړې د ګلونو

جوړ وجود به یې دوکان کړې د عطرونو

په بورا او په بلبلو به اختر وي

او د شاتو د مچیو به لښکر وي

عسلي شېبې به ژوند ته ور ډالۍ کړې

درمیینه به د سپینې خولې سپوږمۍ کړې

پر اوږه به دې څادر د بوډۍ ټال وي

خامک کړی به فطرت درته دستمال وي

راروانه پسرلیه

ما وې زه به غم د تېر کال درته ژاړم

ماوې زه به مې زړه تا ته تشومه

خو زه څه خبره ومه

چې مې نوی کال په نوي غم پیلېـږي

په تنکي فصل د هیلو مې

وحشي ږلۍ ورېـږي

زما اوښکې به لومړی باران د کال وي

نړېدلی به مې بل د زړه دېوال وي

راروانه پسرلیه

ته پوهېـږې؟

ما ته سپېنې ورځې تکې تورې شپې دي

رانه سپینې د الوت وزرې پرې دي

ها وزرې چې مې هیلې له تیارونه تر رڼا وې

ها ټیکری سپین د مکتب مې يادومه

ها چې اوس مې ترې رڼې اوښکې څڅېـږي

ها چې اوس لکه کفن راته ښکارېـږي

غبرګ غوږونه مې کاڼه دي

سږ مې زنګ د ښونځي اورېدای نه شم

سږ پر لور د رڼا پل ایښودی نه شم

سږ مې دواړه پښې پرې دي

سږ مې بندې د مکتب شنې دروازې دي

اخی زړه کې مې د درد ستنې کږې دي

راروانه پسرلیه!

په خدای نور مې له خپل ذاته کرکه کېـږي

خدایزده موږ څنګه موجود یو

چې زموږ له ویښېدو، له پوهېدونه

دا یو څو انسانان دومره ډېر ویرېـږي

که زه پوهه شم که خدای وپېژنمه

که خپل ځان او که خپل ځای وپيژنم

وایه څه جهان به ړنګ شي، وایه څه تاوان به وکړي

چې په جهل نه، په پوهه مې شرمېـږي

دوی له هغه ذات چې علم یې را فرض کړی

ښه پوهېـږي؟ که په دې هم لا نه پوهېـږي؟

آمنه ـ فنا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب