یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+د طالبانو شریعت اسلام ته ډېر تاوان اړولی

د طالبانو شریعت اسلام ته ډېر تاوان اړولی

حنیف الکوزی
((انګریز خپلو خبرو کې وویل طالبان افغانستان کې شریعت غواړي ځکه ورسره افغانان ستونزه لري!))
د طالبانو لومړۍ دوره وه زه دلته برتانیا کې یو کالج کې محصل وم.
یوه ورځ زموږ کالج کې یوه ناسته برابره شوې وه چې د طالبانو او د دوی د پالیسیو او دریځونو په باره کې بحث کېده.
زه یې هم دې ناستې ته بللی وم.
تر ما مخکې یو انګریز  استاد خپلو خبرو کې په دې تاکید کاوه چې له طالبانو سره لویه ستونزه د خلکو دا ده چې دوی په افغانستان کې شریعت راوستل غواړي او ډېر خلک داسې نه غواړي!
ورپسې چې زما وار راغی نو ما ناستو خلکو او دې استاد ته وویل چې غرب کې ستاسو ستونزه دا ده چې مالومات مو اکثر ناسم یا نیمګړي وي.
ما ورته ویل شریعت اسلامي قانون ته وایي چې د قران او محمدي ص سنتو په رڼا کې جوړ وي او زموږ قانون هم اسلامي دی او هم مو خلک نه یوازې دا چې دا څوارلس پېړۍ کلک مسلمانان دي بلکې تل یې د اسلام د دفاع لپاره ننګه کړې او قرباني یې ورکړې.
دلته په غرب کې په ډېرو موقعو له ما سره داسې شوي چې زه مجبوره شوې یم چې د طالبانو د کړنو په وجه د اسلام د دریځ وضاحت ورکړم او د اسلام او شریعت څخه دفاع وکړم.
طالب تر هر څه زیات په نړۍ کې اسلام ته ډېر تاوان رسولی.
خو څوک به طالب ته دا ووایي؟؟!
الله ج قران کې د سوره رحمان پېل کې وایي (۳.خلق الانسان. ۴. علمه البیان. )چې الله ج انسان  پیدا کړ او د خبرو (بیان)کولو توان یې ورکړ.
خو که افغانستان کې ژوند کوې باید خو له بنده وساتئ د بیان حق نه لرې او یا به د طالب هر عمل او دریځ په حقه ګڼئ او که په طالب نیوکه کوئ نو بیا هر ډول تهدید سره مخامخېدای شئ د وهلو ټکولو، بند او حتا د مرګ تر بریده رسېدی شې!
بل ځای کې په سوره شوری ۳۸ آیت کې فرمايي :وَأَمۡرُهُمۡ شُورَىٰ بَيۡنَهُمۡ (چې د مسلمانانو کارونه په خپلو کې په مشورو سرته رسیږي.)
خو طالب بیا ځان د هر فن مولا ګڼي.
او یا خو ورته دا نور خلک مسلمانان نه ښکاري چې د مشورې وړ یې وګڼي او مشورو ته یې غوږ ونیسي.
زموږ په مقدس دین کې د نظر اختلاف یو مهم اصل ګڼل کیږي.
حتا زموږ د محبوب پیغمبر محمد مصطفی ص  چې الله ج بهترین پیغمبر وه او جبراعیل ع به ورته الله ج رالېږه خو بیا به یې هم نورو مسلمانانو ته د مشورې لپاره رجوع کوله.
ځېنې وختونه داسې هم شوي چې  پغمبر ص  سره به د صحابه کرامو رض په ځېنو مسایلو د نظر اختلاف راته.
 د مثال په توګه د احد غزا لپاره د جنګ ځای ټاکل چې بلاخره پغمبر ص د ځېنو ځوانانو صحابه کرام په تاکید خپل
دریز څخه تېریږي او د هغوې دریز خپلوي.
ځېنې  وخت به یې د یو نظر باره کې ترې پوښتل چې ای  د الله رسوله! ایا دا نظر ستاسو شخصي نظر دی او که د الله ج لخوا درته وحي شوې؟
که چېرې به یې ویل چې نه وحې نه ده او دا زما شخصي نظر دی نو بیا به صحابه کرامو ورته مختلف نظر وړاندې کوه او ډېرې ځل به په داسې موقعو د الله ج رسول ص د خپل دریز په ځای د صحابه کرامو دریز خپلوه.
د طالب دې شل کاله انتحار او انفجار سره د امت ټولو مخکښو علماؤ مخالفت لره ځکه چې د اشغالګر څخه تاوان زیات غریب مسلمان افغان ته رسېده.
خو داخبره چې به داخل کې کوم عالم وکړه نو ډېر ژر به ترور او شهید کړای شو او که له افغانستان څخه بهر د امت سترو علماؤ د طالب کړنې غندلې نو هغوې ته به یې د غرب ګوډاګیان ویل.
په پېښور صدر کې د پښتونخوا ستر او مشهور دینې عالم  شهید مولانا حسن جان صېب د طالبانو کړنو او دریز  خصوصا” د انتحار او انفجار سخت مخالف وه دا په داسې حال کې چې ډېر طالبان د مولانا صېب شاګردان وو.
یو مولوي صېب چې د مولانا صېب شاګرد پاتې شوې و راته کیسه کوله چې یوه ورځ مولانا حسن جان صېب څخه چا پوښتنه وکړه چې افغانستان کې د طالب انفجار او انتهار شریعي جواز لري؟ مولانا صېب ورته په زغرده وویل چې نه دا جایز نه ده او دا کار چې کوي توندلاري او خوارج دي او په دین نه پوهیږي!
مولانا حسن جان صېب په سپینږیري ځان بلاخره د “نامالومو” وسلوالو لخو شهید کړی شو!
ډېرې خلک په  دې باور دي چې  طالب جګړه تر ډېره حده د واک لپاره وه او د اسلام نوم څخه یې د قدرت رسېدو لپاره ناوړه ګټه پورته کړه او د اسلامي امت سترو علماؤ باربار د طالبانو ډېرې کړنې او دریځونه غندلي او ویلي یې دي چې طالبان الهي قانون تر پښو لاندې کوي او ډېرې کړنې یې اسلام سره په ټکر کې دي.
طالبان اکثره نالوستي او له دین څخه ناخبره خلک دي.
حتا هغه کسان چې دوی یې خپل علماء ګڼي د نړۍ نور علماؤ په نزد د دوی علم نیګړی ګڼل کیږي ځکه چې وایي یو دینې عالم، فقهي او مفتي هغه وخت پوره په معیار برابر ګڼل کیږي چې دینې علومو سره سیاینسي او دنیاوي علومو په باره کې هم پوهه ولري.
د اسلام ستر عالم شیخ الاسلام ابن تیمیه رح وایي چې ما دینې علومو سره د سیاینسي زده کړه هم وکړه.
مخکیني علما کرام ټول په هم دې باور وو او همداسې به یې کول.
او همدا وجه وه چې مسلمانانو سیاینسي علومو کې ستر پرمختګونه کړي وو او سترې لاسته راوړنې یې لرلې.
دا ستونزه په مسلمانانو کې له نژدې دوه پېړېو شاوخوا د استعمار  څخه وروسته پیدا شوه.
 او ډېرې ړوناندي دا کار هم د استعمار پلان او توطیئه ګڼي چې مسلمان یې د سیاینسي علومو د شاته کېدو په وجه د نړۍ د رهبرۍ له سټیج څخه لاندې راوغورځاول او پوره خپلواکي یې ترې ترننه پورې واخیستله.
زما یو مشر دوست او استاد چې یو روشنفکره دینې عالم او د پوهنتون استاد دی د طالبانو لومړۍ دوره کې په افغانستان کې په یو حکومتي پوهنتون کې د یو پوهنځي ريیس و، ده راته کیسه کوله چې په هغه وخت کې یوځل د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر زموږ  پوهنتون ته په دوره راغی او غوښتل یې چې ځېنې د عصري علومو  پوهنځي وتړي.
وایي ماته یې ویل بالا دا چیش دي وبه یې تړو!
بیا استاد وایي ما ورته د هر پوهنځي ګټې تشریح کړې چې مثلاً د زراعت پوهنځی د دې لپاره او انجینري پوهنځی د دې لپاره. بلاخره په مشکله مو قانع کړ چې د عصري علومو پوهنځي ونه تړي.
حتا عامو طالبانو ذهنیت د پوهنتون د محصلینو په باره کې داسې وه ګویا خدای مه کړه دوی صحيح مسلمانان نه وي.
نو طالب چې دنارینو  عصري زدکړې په باره کې  داسې فکر ولري نو د نجونو له ښوونځېو سره خو لا غټه ستونزه لري!
طالب د سولې خبرو  پېل سره، هم نړیوالو او هم افغانانو سره بیا بیا ژمنې وکړې، او د ډېرو مسایلو په هکله یې وکړې، لکه امارت نه احیا کوو، ټولشموله حکومت غواړو، د نجونو تعلیم او د مېرمنو د کار مخه نه نیسو، د بیان د ازادۍ مخه نه نیسو او داسې نورې ډېرې ژمنې یې کړې وې چې د شنونکو  په نظر  عملي نه شوې.
د نجونو لیسې یې دا اته میاشتې تړلي او شروع کېدو وعدې یې بیا بیا وکړې خو عملي یې نه کړې!
حتا رسمي امر یې صادر کړ خو د خپل فرمان له صادرولو  څخه یوه ورځ وروسته په شا شول او خپله ژمنه یې یو ځل بیا ماته کړه!
راځئ چې لږ قران او حدیث ته رجوع وکړو چې په دې هکله څه وایي:
 قران سوره المایده لومړی ایت( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ..)
(ای مومنانو په خپلوکړو ژمنو وفا وکړئ)
حدیث:
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ مَا خَطَبَنَا نَبِيُّ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَّا قَالَ لَا إِيمَانَ لِمَنْ لَا أَمَانَةَ لَهُ وَلَا دِينَ لِمَنْ لَا عَهْدَ لَهُ
 د پورته حدیث خلاصه ژباړه دا ده چې امانت نه ساتي هغه لره ایمان نشته او چې ژمنه نه پوره کوي هغه لره دین نشته.
نن څخه ۲۵ کاله مخکې عباس ستانکزی سي این این سره مرکه کې وایي چې د نجونو د ښوونځېو پرانستل د طالب مشرانو امر ثاني ته معطل دي.
پنځه کاله د نجونو ښوونځی وتړل شول خو د طالب مشرانو لخوا آمرثاني  رانغی تر څو پورې چې د طالب حکومت ړنګ شو او د انجنو  په مخ یو ځل بیا د پوهنتون او ښونځي در پرانستل شو او  اکثره افغان نجونې د تعلیم له نعمت برخمنې شوې.
زه د یو مسلمان  افغان په توګه په طالب غږ کوم او دا کار خپل حق او مسولیت ګڼم چې افغانان له خپلو انساني او اسلامي حقوقو څخه مه محرومه کوئ ځکه دا کار ظلم او زیاتی دی!
او ظلم کاسه ژر نسکوریږي!
لکه څنګه چې الله ج مخکې درباندې د وخت ستر فرعون مسلط کړ داسې کار درسره بیا کولی شي!
غوږ ونیسئ او پند واخلئ!
وماعلینا الاالبلاغ المبین
محمود حنیف الکوزی
لندن
۲۸/۰۳/۲۰۲۲

4 COMMENTS

  1. ددوي پوهه يوازي دنارينو ترپګړۍ ، ږيرې او دښځو ترځورولو او محدودولو پو رې ده په بل څه ځان نه پوهوې

  2. یاره ستا له جبراعیل علیه السلام نه داسی مالومیږی چی معلومات دی سطحی دی.
    دطالبانو له ځینی افکارو سره به ستا افکار سم نوی مګر تهمت مه وایاست. زه چه دافغانستان په شبکو کی دیو څو غربپرستو خبری اورم هغه دبیان له آزادی نه قدم دباندی ږدی خو بیا هم نوموړی شبکی او هم هغه کسان آزاد دی.
    دطالبانو مشکل دادی دی چی هغوی شریعت غواړی او هغه دامریکا او انګلیس او دهغوی تربیه سوی کسانو نه خوښیږی. زه حیران یم چی یو کس ځان په اسلام ځان پوه ګڼی او بیا هم دطالبانو شریعت سره مخالف وی. تر اوسه خو هغوی لا شریعی احکام جاری کړی ندی نو که هغه وسی بیا خو به ددوی مخالفت اسمان ته وخیزی.

  3. طالب هغه نجس ډله ده چې د اسلام ساتلو ډول وهي خو فکر کوي چې هغه ددوی بمونه او په قرآن شريف کې جای په جای شوي چاوديدونکي مواد چې دوی به افغانانو ته ايښودل د خلکو له فکره وتلي،هر څه ساتل شوي او هر هغه څه چې پرون تالب ويل چې سم سوي، خو خبره تر چپه سوې،بايد ووايي چې دوی د خرو مقام ګټلی. په هغو افغانانو دې د خدای لعنت وي چې دوی د څلويښتو کلونو جنګ وحشي افغانان، مشران، نسل يې په شلو کلونو کې روغ غوښت خو خبر نه دي چې يو وطن کې يوه هفته جنګ وسي بيا هغه نسل کلونه غواړي چې عادي ژوند ته ستانه شي، او که نر وو که ښځه ټول د غني دوښمنان شول په داسې حال کې چې غني زاری کولې چې ولسه حوصله وکړی، دوښمنان نور هم د افغانستان تباهي ته بل نسل روزلی او هر آفت دولت کې سته خو کار غواړي او چل غواړي… بس د پنجاب غلامي ته سر ټیټ که او اوس يې نتيجه وينو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب