یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهط البانو بې ږیرې او لونګۍ مامورین ادارو ته پرې نه ښودل

ط البانو بې ږیرې او لونګۍ مامورین ادارو ته پرې نه ښودل

تاند(دوشنبه، د حمل ۸ مه) د طالبانو د امربالمعروف وزارت وسله والو نن (دوشنبه) د ټولو دولتي ادارو په دروازو کې د هغو کسانو مخه ونیوله چې اوږدې او ببرې ږیرې یې نه لرلې او د کمیس پرتوګ پر ځای یې پتلون اغوستی و.

رویټرز خبري اژانس ته درو سرچینو ویلي چې د امربالمعروف وزارت ټولو دولتي کارکوونکو ته ویلي چې ږیرې ونه خرېي، کمیس – پرتوګ واغوندي او لونګۍ یا خولۍ پر سر کړي.

سرچینو همداراز ویلي چې دولتي مامورینو ته ویل شوي چې سر له نن څخه هیڅوک بې ږیري، بې لونګۍ او کمیس پرتوګه دولتي ادارې ته ننوتی نه شي او که چا بیا هم دا امر ونه مانه له دولتي ادارې څخه به منفک شي.

طالبانو له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د واک په موده کې دې ته ورته بدوي اقدامات کول خو په وروستیو دوو لسیزو په تېره بیا په وروستیو څو کلونو کې د دې ډلې یو شمېر پلویانو ادعا کوله چې طالبان اصلاح شوي او اوس له مدنیت او تمدن سره څه نا څه بلد شوي دي.

خو اوس چې دا ډله فکر کوي بشپړ واک یې ترلاسه کړی او عملاً کومه ډله یې په وړاندې جګړه نه شي کولی، د نوي یمې لسیزې په شان اقدمات یې په تدریج پیل کړي دي.

18 COMMENTS

  1. زما یاد دی چه یو وخت د کرزی صاحب په دور کی هم بعضی ادارو کی مامورین ته ویل شوی وو، چه درشی باید واغوند او په کمیس او پرتوګ کی یی مامورین په دروازو کی حصار کړی ول ، هلته خو چا دا موضوع دومره جدی و نه نیوله چه ولی ؟

  2. د دې پرځای چې ملایان افغانستان ، ولس اوخلکو ته خدمت وکړی ، د هېواد اوبه را تاوکړي ، د برښنا د تولید بندونه جوړکړي ، ماشومان په ښوونځیو کې وروځي چې په راتلوکي کې داکتران ، انجنیران ، څارنوالان ، قاضیان ، پیلوتان او نور کدرونه شي ، دوی د ږیرو او خوټو وېښتانو غم اخیستي دي .
    دا له یوې خوا د جهالت انتها او له بلې خوا د آی اس آی داسې یوه کرغېړنه پروژه ده چې افغانان مصروف وساتي . وئې ځوروي ، له ژونده ئې زړه تور کړي او له دې مایوسونکي ژوند نه مرګ ته ترجیح ورکړي .
    د نن زمانې ملایان لکه پخواني ډمان هرکاره دي . د سر وېښتان جوړول ، ترنامه لاندې وېښتان اصلاح کول ، غاښونه تداوي او وېستل ، د خیرات ډوډۍ پخول ، د تیلیفون جوړول ، د مړو وینځل ، د مراسمو او محفلونو لپاره د ولس خبرول او هرڅه اوس د ملا او چړي دنده ده . لکه د تروو مچ هرچېرته دا منحوسه څهره حاضر دی.
    الهي ته ورته هدایت وکړې او که د هدایت وړ نه وي په خپل غم ئې اخته کړې چې افغانان ترې خلاص شي .

  3. ودرېږئ، لږ صبر وکړئ نو بیا به زما یو پخواني شعر چې د طالبانو د راتګ په وخت کې مې لیکلی وو، په حقیقت بدل شي. شعر داسې دی: راغی طالبي نظام وطن لره ـــــــ ګرانو وطنوالو کونه ټینګه کړئ
    مونږ دې ته نه یو خپه چې طالبان به ورک شي، بلکه دې ته خپه یو چې سالم بدیل نشته او بیا به هماغه لنډغر په هېواد واکمن شي او دا ځل به هېواد هم تجزیه کړي. مننه

  4. طالب د نړۍ پر مخ تر ټولو منافقه طبقه ده. له تا سلیمان نازاهد نه هم ګیله نه شته. که هغو منع کولای نو بیا ولي په خپله کرزي تر پایه یوه ورځ پتلون وانه غوست؟

  5. د دوو کسانو تر منځ د اسلامی تاریخ او اسلامی اشخاصو تر منځ بحث را منځته سو ( ! ) .
    لومړی کس:
    طالبان تر سلف صالح! ( مثلاً عثمان بن عفان او ابوحنیفه او نورو درو درباری مُلایانو او ابن تیمیه او…. ) په تقوا او جهاد کی غښتلی دی.
    دوهم کس:
    ګومان نه کوم. څنګه؟ په کوم سند؟
    لومړی کس:
    یاد سوو کسانو هیڅکله په جنګی او علمی ډګر او سنګر کی د لوږی پخاطر پر نس ډبری نه وې تړلی خو د ۲۱ پېړۍ مُریدانو ئې یعنی طالبانو ( په حقیقت کی انګریزی لښکرو ) د لوږی او تقوا پخاطر ډبری پر نس تړلی دی.
    دوهم کس:
    ښښښښښه، دا ئې ډبری پر نس تړلی دی؟ ما ګومان کاوه چی د تقوا په نیت ئې ډبری خوړلی دی خو ځینی د طالب مخالفین منفی تبلیغات کوی چی ګواکی د طالبانو خېټی ځکه فولکس واګُن موټر غوندی تر ګاراج را وتلی دی چی هغوی ډیر خواږه کیکان او غوړی غوړی د پُسه او غوائی او خنزیر غوښی خوړلی دی.
    لومړی کس:
    دې د امپریالیزم او استعمار د ډنډورچیانو تبلیغاتو ته غوږ مه نیسه. طالبانو خصوصاً د مشرانو ئې شل کلونه په غرونو او دښتونو کی د امریکا او انګریز په وړاندی د تودې جګړې په بهیر کی د باروتو د تنَفُس له وجی کُلمې او سږی د خپل اصلی قالب څخه را وتلی او د نس په دننی پوست کی را غونډ سوی دی او خلګ کومان کوی چی دوی ډیر خوراک کوی. خوراک موراک نسته بلکه ډبری ئې پر نس تړلی دی چی د را جلا سوو کُلمو د غلط حرکت مخه ونیسی.
    نو
    سلام دئ د طالبانو دې خِشتو خېټو او وچو مغزو ته.

  6. خداي دي دا خوارج ، د پنجاب نوکران او د اسلام لوي دښمنان برباد کري. اوس وخت راغلي چي ملت تول يو ملي قيام وکري او نومي چي طالب دي له مينځه يوسي ځکه چي دا دله د اسلام او افغانستان لوي دښمن دي.

  7. معلومږي چه ته هم هغه خر سور خلقي يي چه د امپرياليزه او استعمار واژي په کار اچوي، تاسو او ستاو طالبان تول د خنزير څخه پيدا شوي چينجان ياست، تاسو او ستاسو بي غيرت کافر طالبان د خداي او د رسول دښن د اميريکا او پنجاب توکران يست. ستاسو په مقابل کي جګره کول غزا دي او هر کس تاسي له مينځه يوسي هغه کس غازي دي.

  8. ږيره زما او واک يي د ملا… آخر به دا هم راکې رواج کړي چې ښځې د افغانانو او شپې د طالبانو

  9. همدا مامورین د بنجان ټماټر حرڅ کړي څه قران خدای وهلي کله چې اداره سفر شوه خود به خود سیستم له مینځه ځې کله چې سیستم لاړو فقر راځي فقر چې راعي کفر شو چې کفر شو بیا د زما دا بابرشير هم ګوري نور یی پدې دنیا هم په نیا کې لاړ دی په هغې دنیا خو یی قسم پکې لاړ وي حاکم دی قسم ځواب ورکړي لعنت دی په انسان شي پیریان دی وه خو مونږ دی نه وه سیکولرانو په سیکولر کې بوی وکړ مذهب پالو په مذهب کې بوی وکړ کمونیزم په کمونیزی کې بوی وکړ لعنت دی پداسې انسانانانو! چې افغانیت تیریږم له کفر بیریږم !دومره مې دا زړه خوړین ده الهي دې د افغانستان حاکمان داسې ګنګس لری لکه زه یی چې په افغانیت پښتو او دیني ارزښتونو ساتلو او له لاسه وتلو کې ګنکس کړی یم

  10. ملی لباس اغوندو
    په سنت طریقه زان بارابرو
    هم دی ددی دنیا .اوخرت کټه ده

    چاچی بل قوم سره مشا بهت وګړ
    حشر به یی هم همو غه قوم سره وی

  11. ما ګومان کاوه چی مثلاً یوازی ما غوندی لغړزنی او احساساتی او له دنیا څخه بې خبره کسان د طالبانو خلاف دی خو داسی ښکاری چی وهابیان او سلفیان د بوغۍ زامن هم طالبانو ته کنځاوی کوی چی غ.م. ر ئې یوه وړوکې نمونه ده.

  12. They have no other working skills or experience; therefore, they have to do some nonproductive activity to show doing something!

  13. الا بلا د پښتون په کونه اوس سوټی منډه ، زه وروڼو زه فکر نشم کولی ګنګس یمه !!!!!!!!!!!!!!! دا طالبان څه غواړي ! داخو پښتانه له منځه وړي د نورو قامونو غلا مان ترې جوړوي !

  14. د دنیا په میلیاردونو خلکو کی پښتانه ډیر د جنت شوقیان دی لونګی دی و تړی ګیری دی پریګدی نو خامخا به جنت ته لاړ شی پریګده یی که دنیا ور پوری خاندی څه پروا کوی مقصد جنت ترلاسه کول دی نوره نړی د جنت فکر کی ندی

  15. یره دغه د ګل خان یا وحید نامی تبصره چه کله وګورم زړه می نه غواړی چه نوری تبصری وګورم. ځکه دا هغه سړی دی چه یوه تبصره یی د طالیبانو په طرفداری لیکلی وی، بله تبصره یی د پخوانی جمهوریت په طرف لیکلی وی، بله تبصره یی د پاکستان او عمران خان په ګټه لیکلی وی. اوس یی د پښتنو لونګی پسی راخستی ده. زه دغی ګل خان ته وایم چه د پښتون لونګی د خپلو چڼو د لونګی سره مه ګډوله کوه، ځکه د چڼو لونګی د ای اس ای عسکری لونګی ده. نه د پښتون لونګی.
    ګل خان وحید ته وایم د پښتون د تخریب او عزت څخه نور لاس واخله، پښتون د ای اس ای د عسکرو سره مه ګډوله کوه، ناست په خارج کی یی او خپل ژوند دیی د طالیبی او پنجابستانی عسکرو په خدمت کی اچولی دی.
    د دغی پاکستانی ګل خان تبصرو ته ښه ځیر شی چه څه یی لیکلی دی.

    وحید مارچ 15, 2022 At 5:55 pm
    السلام علیکم و رحمته الله وبرکاتهُ
    وروڼو هر تهمت په پاکستان مه اړوی پاکستان د داود تاغوت له وخته جهاد رامنځته او کلک ملاتړ یی کړی او تر نن قط د جهاد حمایت کوی نور کارونه لکه د بامیان بتان ماتول، د رژیم اردو ړنګول، د فابریکو چور د بندونو تخریبات دناکمورا وژنه دبیرغ له منځه وړل په خپله داخلی مسایل دی د پښتون تلویژن هم داخلی مسله ده او جهاد پوری تعلق نلری نو دا د افغانستان داخلی مسایل پاکستان پوری مه تړی هغوی فقط د جهاد زمه وهلی نوری چاری یی ندی په غاړه دپاکستان مدارسو کی دافغان جهاد هنګامه روانه ده نه د بیرغ او د تلويژن او د ارود ړنګول کله چی تجار بندر بند کی او تخریبات شروع کړی هم په پاکستان ور اوړی دا غلط دی پاکستان ډیر لوی او قوی ملک دی له چاینا امریکی لندن او روس سره ډغری وهی افغانستان یی په نظر کی هم ندی هغه جهاد هم د آخرت او ثواب لپاره حمایت کوی اوبس

    وحید مارچ 19, 2022 At 6:33 pm
    پخوانی رژیم کی مولوی صاحب خراسانی او ده ته ورته مجاهدو ته لنډغر ویل کیدل باید اوس دا نوم ورته استعمال نشی نور باید د ګل مرجان کلمه هم استعمال نشی دا ځکه چی اوس ډاکتر صاحب عبدالله عبدالله د امارت یو جز دی

    Reply
    وحید مارچ 19, 2022 At 6:40 pm
    عمران خان صاحب یوه وینا کی ویلی و چی حقانی د پښتنو یوه طایفه ده دا خبره یی په انګلیسی ژبه کړی وه او بیا یی په پنجابی ژبه هم خلکو او میډیا ته واورله او امریکایان یی قانع کول چی د پښتنو دغی طایفی ته په قطر کی ډیر امتیاز ورکړی خو اوس لوپر صاحب وایی چی نه دا کومه طایفه او قوم ندی موږ حیران یو چی د چا ومنو بس اسلام او جهاد به په ځای پاتی وی موږ به دا خبر ګته پورته کوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب