یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهط د کندهار ۴ راډیويي ستېشنونه بند کړي او ۶ خبریالان...

ط د کندهار ۴ راډیويي ستېشنونه بند کړي او ۶ خبریالان نیولي دي

تاند(دوشنبه، د حوت ۷ مه) د رسنیو د څار یوې ادارې نن وویل، د وسله والو طالبانو حکومت په کندهار کې څلور راډیويي چاینلونه بند کړل او د هغو شپږ کارکوونکي یې ونیول.

د افغانستان د خبریالانو د خپلواکې ټولنې ريیس حجت الله مجددي وویل، د طالبانو اسلامي امارت د رسنیو پر ضد د ځپونکو اقداماتو په دوام کې دا راډیويي سټېشنونه بند کړي او خبریالان یې نیولي دي.

ده پر طالبانو غږ وکړ چې د رسنیو پر ضد له سختو اقداماتو لاس واخلي.

«موږ د طالبانو له حکومته غواړو چې دا ډول اقدامات ودروي او که کومه ستونزه لري د هغو په اړه دې د اطلاعاتو  او فرهنګ وزارت له لارې خبرې وکړي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د طالبانو له لوري د کندهار د ۴ راډیويي سټېشنونو بندېدا او د ۶ خبریالانو نیونه غندلې او هغه یې غیرقانوني او غیرموجه بللې ده.

دې مرکز پر طالبانو غږ کړی چې د رسنیو پر هغه قانون عمل وکړي چې د دوی خپل حکومت منلی او وړاندې کړی دی.

د تېر کال د ا ګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ډېرو فکر کاوه چې طالبان له نوي یمې لسیزې بدل شوي او د پخوا په شان د بیان د ازادۍ او د بشري حقونو خلاف اقدامات نه کوي او له مدنیت او تمدین سره نسبتاً بلد شوي دي خو په وروستیو دوو اوونیو کې طالبانو له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو په شان بدوي اقداماتو ته زور ورکړی دی.

دې ډلې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د امریکا، بي بي سي او د جرمني د ډوچې ویلې افغاني خپرونې هم منع کړي دي.

نن د طالبانو د امربالمعروف ادارې په دولتي ادارو کې د هغو مامورینو مخه ونیوله چې پتلون یې اغوستی وو یا یې ږیره لنډه وه.

ښايي په بل ګام کې طالبان د ښوونځیو زده کوونکي هم د پتلون پر ځای د کمیس پرتوګ اغوستلو او د لونګۍ پر سرکولو ته اړ باسي.

2 COMMENTS

  1. سم د پنجاب جبر اوس په افغانانو تر سره کيږي کوم چې په پښتونخوا کې په پښتنو روان ده او په هر نوم او بهانه ځان نسي تر ښورولی. نن مې د پنجاب لوی منفقان د شمشاد په دیني پروګرام کې ولید، په سترګو مې ورته توره شپه شوه چې هیڅ هی وطنه دا خلک د افغانانو په پوستکي ورننوتلي او دومره زور يې را کړای چې اوس د افغانانو په هر مولا شکمن يم..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی