دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد عبدالله مقري زوی د «وطن په خدای سپارمه» سندرې په ويلو...

د عبدالله مقري زوی د «وطن په خدای سپارمه» سندرې په ويلو جلاوطني اعلان کړه

تاند:( یکشنبه، د حمل اوومه) د افغانستان د ملي سندرو د يوه مشهور سندرغاړي عبدالله مقري زوی ميرخان مقري د «وطن په خدای سپارمه» سندرې له ويلو سره خپله جلا وطني اعلان کړه.

نوموړي پر خپلې فيسبوکپاڼې لیکلي:«زموږ د لویو لویو ارمانونو د چتر ړنګېدو زه هم اړ کړم چې د پردیو وطنو پر لور خپل وطن پرېږدم. زه هم د سلګونو زرو نورو افغانانو په څېر د خپلې مېنې پرېښودو ته اړ شوم او له یوه جوړه جامو، خپل بکس او ګیتار سره مې وطن پریښود.»

مير خان مقری زياتوي:«د مهاجرت په ترخو شېبو کې مې د بابرزي صاحب دې شعر د ماتو هیلو او نیمګړو حسرتونو احساس ته لاس راکاوه. ومې غوښتل ثبت یې کړم او تر تاسې یې هم در ورسوم.»

د ميرخان د دې سندرې کمپوز مشهور سندرغاړي شفيق مريد کړی او د شعر شاعر يې مشهور شاعر شفیع الله بابرزی دی.

د يادې سندرې موسيقي اصف او وقار برابر تنظیم کړې او د ويډيويي کليپ ايډیټ چارې ېې شیجو توماس ترسره کړي دي.

‏د مير خان مقري پلار عبدالله مقری څو مياشتې وړاندې د کورونا ناروغۍ له کبله ومړ.

عبدالله مقری د افغانستان د ملي سندرو مشهور هنرمن و.

د هغه زوی هم په ځوانانو کې ګڼ مينه وال لري او د نوې سندرې هرکلی یې شوی.

دغه سندره دلته لیدلای شئ:

د يادونې وړ ده چې د طالبانو له بيا واکمنیدو سره د افغانستان يوه لويه برخه مشهور سندرغاړي او هنري څېرې هېواد پريښودو ته اړ شوي دي.

طالبانو د تېرې واکمنۍ په شان پر موسيقۍ او ډېرو نورو هنري فعاليتونو بندیز لګولی.

په يو شمېر سيمو کې د طالبانو له لوري له هنرمندانو سره د ناوړه چلند او انساني کرامت د توهین ويډيو ګانې هم خپرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب