یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملاهیبت الله: کم عمره هلکان فتنې جوړوي، له مرکزونو يې وباسئ

ملاهیبت الله: کم عمره هلکان فتنې جوړوي، له مرکزونو يې وباسئ

تاند:(یکشنبه، د حمل اوومه) د طالبانو په لیکو کې د کم عمره کسانو د موجوديت او ورڅخه د جنسي استفادې له ادعاوو وروسته په یوه امر کې، چې د طالبانو لوی مشر ملاهیبت الله اخوند زاده ته منسوب دی، ویل شوي چې کم عمره هلکان دې له پوځي لیکو وایستل شي.

د طالبانو ويندويانو ویلي چې نوموړي خپلو نظامي مسوولانو ته لارښوونه کړې چې په مرکزونو او لیکو کې کم عمره کسان استخدام نه کړي.

ملا هیبت الله زياتوي:« په هېڅ مرکز کې دې کشران (کم عمره) نه پرېښودل کېږي او نه دې په هېڅ جهادي عملیاتو کې برخه ورکول کېږي، ځکه چې د نوموړو جسمونه د جهادي عملیاتو توان او برداشت نه لري. په فرمان کې زیاته شوې چې په مرکزونو کې د کشرانو وجود د فتنو سبب هم دی او د مجاهدینو د بدنامۍ سبب هم ګرځي.»

دا په داسې حال کې ده چې له ډېرو کلونو راهیسې د طالبانو په لیکو کې د کم عمره کسانو د موجوديت ادعاوې کېږي او په وروستیو کې یې عکسونه هم خپاره شوي دي.

طالبانو په دې اړه ادعاوو ته په مشخص ډول ځواب نه دی ورکړی، خو ټينګار کوي چې ټولنه له اخلاقي فساد څخه پاکوي.

3 COMMENTS

  1. نو ځکه مو پرتوګنو په شار واليو کې ځړيږي، تاسې ښځه د هغه لوی ملا عمر پورته کړم په دې خپل .. . چې وس کې مې پوره سي نسل به دې دا پلا رانه پاتې نسي. دا پلا به دې پټکی او امارت په تاسو جاهلانو له خاورو نه لاندې کړم. د هغه افغان ښځه غی چې تر اوسه په تالب باور لري

  2. ملايان طالبان ټول د لوط ع سلام قوم ده د اشرارو په ګډون ددوۍ د جهاد اول رکن همدغه لواطت ده. ملا هيبت کاکو له کومې هديرې دغه فرمان راليږلی ؟ دغه ټول د پنجابي خنزير باجوه او نديم ای ايس ای دي.

  3. افغان او سید میحامد ته ! زه مو شخصا ستا سو نظر او نوره سیاسي لاره نه پيژنم خو :
    خو همدغه افغانان چې نن د طالب د جهالت مخالفت کوي هېواد یې د طالب په لاس کې ورکه !
    له ترکه ، امینکه، ببرکه ، نجیبکه او تر مجاهدینو لنډغرو فاسدو پورې ستا سو دا هیواد د طالب په لاس کې ورکه !! هې پښتونه افغانه ته هم جاهل ، بی علمه بي کلتوره یې ، او هم ژاړې ، نالت پر تا سو فاسدینو !
    نور به وخت نه ضاع کوم ! تاسو هم بد عمل کوی او هم په بابایانو بی شرفانو پسې ژاړۍ !
    تا خو ۳۶۰۰۰۰ زره اردو لرله ولې د څو زرو طالبانو په مقابل کې ټول وتښتېدل او بوټونه یې هم پاتې شول ! ولې ولې ….؟؟
    ځکه چې تاسو بابا خیل ټول غله او ولد زنا یاست !! اوس مو ټول ملک د جهل منګلو ته واچاوو په خلاصون به یې ستمیان انتي پښتون تاجک ، اوزبک‌،او هزاره خپل برېتونه تاوه وي !! نو تاته پختو نه يشتونه بی شرفه دوه لارې پاتې دي يا به د پاړسو غلامي کوي او یا د بنجابي مخبري !!
    معذرت غوام !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب