د ۱۹۰۴ د جولای ۱۵ مه د دغه نامتو روسي لیکوال د مړینې له یوسلو اوولسم تلین سره برابره ده. په دې مناسبت د اسدالله غضنفر دا لیکنه، چې د ۲۰۱۱ د مارچ په درېیمه په تاند کې خپره شوې وه، بیا خپروو. (تاند)
چیخوف تر مړینې څو میاشتې پخوا یوه بل لیکوال ته وویل چې: اووه کاله نور به هم لوستونکي ولرم. هغه ورنه پوښتنه وکړه: ولې اووه کاله؟ ده وویل: ځه اووه نه دا یې اووه نیم !
مورخانو لیکلي دي چې د ده زړه ته نه لویده چې په داستاني ادب کې به د دنیا ډیر لوی سړی وي. اوس چې د چیخوف په مړینه څه باندې یو سل او اووه کاله تیر دي، ځینې کسان یې د لنډې کیسې د تاریخ تر ګردو لوی لیکوال بولي. البته، ځینې کسان بیا دومره لوی مقام نه ورکوي. د امریکا د شلمې پیړۍ مشهور کیسه لیکوال همینګوې ویلي که لیکلي وو چې چیخوف ټول ټال شپږ ښې کیسې لري. د همینګوې په نظر چیخوف ته باید اماتور لیکوال ووایو.
ما پخپله په ژوند کې د چیخوف تر ځینو کیسو او ډرامو اثرناکې کیسې او ډرامې نه دي لوستې خو پلار مې څو ځله راته ویلي چې چیخوف ډیر اثر نه ورباندې کوي.د ذوقونو فرق په یوه کور کې هم دومره ډیر وي.
چیخوف د موضوع په انتخاب کې ډیر ماهر دی.ځینې موضوعات د هر وخت د انسانانو لپاره وي. چیخوف یا دغسې همیشني موضوعات انتخابوي او یا د خاص وخت او چاپیریال په موضوعاتو کې دومره ځیر کیږي چې د بشر له دایمي موضوعاتو سره یې وصلوي. مثلا د ده په کیسو کې ډیر ځله وینو چې کرکټرونه د یو بل په مطلب سم نه پوهیږي یا د نن سبا په ژبه یو بل نه درک کوي. دا هغه مشکل دی چې ښځو اومیړونو، آمرانو او مامورانو، زامنو او پلرونو، ټولو ته ورپیښ دی او لا بده دا چې په دې هم نه پوهیږو چې نه سره پوهیږو.
د چیخوف یو نادر کمال دا دی چې کیسه یې اکثره وخت تر کیسې ژوند ته ډیره ورته وي، لکه کیسه چې نه لولو او ژوند مو مخ ته تیریږي. د ده کیسې داسې کامیابو ازادو شعرونو ته ورته بللای شو چې قافیه او ردیف خو څه کوې چې وزن ته هم پکې وفاداري نه وي، مګر بیا هم ژور اثر راباندې پریباسي او هغه ټول کمال پکې احساسوو چې له اصیل شعره یې غواړو. د ده په کیسو کې پلاټ پټ غوندې وي. لکه د ژوند مختلفې پیښې چې په لوی لاس نه بلکې پخپله په همدې ترتیب راغلې وي.
د شلمې پیړۍ په اتیایمو کلونو کې په زرګونو افغان ځوانان پخواني شوروي اتحاد ته د زده کړو لپاره لاړل. دوی روسي زده ده. د دوی ځینې کسان کولای شي چې د چیخوف ټولې کیسې او ډرامې په پښتو وژباړي.