جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ښځو د حقونو فعالانې: که ط په یوه اوونۍ کې ښوونځي...

د ښځو د حقونو فعالانې: که ط په یوه اوونۍ کې ښوونځي خلاص نه کړل، اعتراضونه پیلوو

تاند(یکشنبه، د حمل ۷ مه) د ښځو د حقونو فعالانې وايي، که طالبانو په یوه اوونۍ کې د نجونو ټول ښوونځي خلاص نه کړل، په ټول هیواد کې به اعتراضونه پیل کړي.

د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو راوروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځی بند دي او سلګونه زره نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

طالب چارواکو تېر کال ژمنه وکړه چې په نوي تعلیمي کال کې به د هلکانو او نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې حلیمې ناصري نن (یکشنبه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته د ښځو د حقونو د څلورو ډلو له لوري چمتو شوی بیان ولوست، ویې وویل:«موږ د اسلامي امارت له مشرانو غواړو چې د نجونو ښوونځي په یوه اوونۍ کې پرانیزي. که له یوې اوونۍ وروسته هم د نجونو ښوونځي بند پاتې شول، موږ به یې په خپل سر پرانیزو او تر هغو به په درست هیواد کې اعتراضونه کوو چې زموږ غوښتنې پوره شوې نه وي.»

په بیان کې دغه راز راغلي، طالبان د موجودو ښوونځیو د بندولو پر ځای باید د افغانستان په لېرې پرتو کلیوالي سیمو کې د نجونو لپاره نور ښوونځي جوړ کړي.

«خلک نور دا ډول ځپونکي اقدامات نه شي زغملی. موږ د چارواکو هیڅ پلمه نه منو.»

پرون (شنبه) لسګونو نجونو او ښځو په کابل کې مظاهره وکړه او د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه یې وکړه.

د طالبانو د پوهنې وزارت تراوسه پورې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانستلو په اړه کوم دلیل نه دی وړاندې کړي او د طالبانو د حکومت اصلي ویندویان هم تراوسه نه دي حاضر شوي چې د خپلې ادارې په دې پرېکړه تبصره وکړي.

د ډېرو کتونکو په باور د طالبانو نرمدریځي عناصر، چې په خپل خیر پوهیږي او د هیواد ګټې ورته مهمې دي، په داسې وخت کې چې د دوی حکومت د نړیوالو له لوري رسمیت پېژندلو ته اړتیا لري، ښوونځیو ته د نجونو د نه پرېښودو، له سفره د ښځو د منع کولو او خیریه موسسو ته د پلمو جوړولو خلاف دي.

1 COMMENT

  1. د اشرف المخلوقات(انسان) د سالمی زده کړی او پوهی بندول د الله ج د احکامو څخه سرغړونه ده.
    طالیبان باید زده کړی د سیاست څخه جدا کړی. زده کړی د انسان(نر او ښځی) مسلم حق دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب