چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف له محرم پرته د ښځو ګرځيدل منع او پارکونو ته...

امر بالمعروف له محرم پرته د ښځو ګرځيدل منع او پارکونو ته د ښځينه وو د ورتلو ورځې جلا کړې

تاند:(یکشنبه، د حمل اوومه) د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په يوه متضاد امر کې پارکونو ته د نارينه او ښځينه وو د ورتلو ورځې سره جلا کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له محرم پرته له کورونو د ښځو وتل منع کړي دي.

په دې اړه خپور شوي حکم کې راغلي، چې د یکشنبې، دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې به ښځې او په نورو ورځو کې به نارينه پارکونو ته ځي.

طالبانو پارکونو او تفریحي ځایونو ته د ښځو او سړو ورځې په داسې مهال جلا کړي، چې ښځو ته له ۴۵ کيلو متره څخه لیرې د بې محرمه سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.

ځينو خلکو دې تازه پریکړې ته په غبرګون کې ويلي، چې ښځينه به په طالب واکمنۍ کې له داسې ضد و نقيضو حکمونو سره پغمان یا استالف ته څنګه یوازې ځي؟

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده په اړه ويل شوي، چې په کندهار کې د طالب مشرانو د وروستۍ غونډې په ترڅ کې يې هغوی ته د « شرعي احکامو» د پوره تطبيق لپاره د اقداماتو امر کړی دی.

3 COMMENTS

  1. عجیب کار دی میله ځای کی یی بی محرمه کوی او ورته وایی چی بی نارینه به دری ورځې اونی کی میلی ته راځې، خو سفر چی دتداوی لپاره یا خپلو کورنو ته د تګ لپاره مجبوری ده هلته ورته محرم ضرور بولی یا به زه نه یم پوهیدلی د میلی او مجبوریت راته ولیکې چې پوه سم بیخی دی خبرو ګنکس کړی یم ولاکه مو په دی ګډوډو جنت په نصیب شی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب