سه شنبه, مې 21, 2024
Home+زغم که عادت؟/ نوراغا رحماني

زغم که عادت؟/ نوراغا رحماني

فکر کوم زغمل ستونزو ته لاس تر زنې کېناستل او یا یې پر وړاندې له مبارزې لاس اخیستل دي. زه باید هر څه دومره وزغمم چې ټول حواس مې ورسره عادت شي او بالاخره خوند ترې واخلم.
موږ په سختیو کې تل زغم ته پناه وړو او که بل په ستونزو کې ایسار ووینو هم د مرستې تر ټولو ښه لاره یې زغم ته هڅول راته ښکاري.
خو زغمل ستونزې حلوي، که موږ ورسره عادتوي؟
زغم په اصل کې ناسم تعبیر شوی. زه وایم چې که ستونزې او حالات وزغمل شي، په عادت بدلېږي او عادت پرېښودل بیا اسانه نه دی. “عادت په پند نه ځي عادت په بند نه ځي، عادت له سره سره تړلی دی”
انسان چې کله له یو حالت سره عادت شي، بیا یې پرېښودل سخت دي او سړی به څنګه قناعت ورکوي، چې وروره په ژوند کې دې دا او دا حالت مناسب نه دی، د ځان ایستلو کوښښ ترې وکړه.
له عادت څخه د یو چا ایستل که ناشوني نه دي سخت خو حتمي دي. یو ځای مې لوستي وو “د هاریټ په نوم له یوې ښځې چې غلامانو ته یې د تېښتې زمینه برابروله وپوښتل شول، چې د غلامانو د تښتولو تر ټولو سخته مرحله کومه وه؟
هغې ځواب ورکړی و، د یوه غلام قانع کول چې ته غلام نه یې او ازاد ژوند کولای شې.”
ستونزې د ژوند برخه ده چې انسان صیقلوي او د شخصیت بېلا بېل اړخونه یې ور جوړوي، خو زغمل یې برعکس کمزوری او وروسته پاتې کوي.
اوس پوښتنه را پیدا کېږي، چې زغم یانې څه؟
که غور وکړو زغم د یوې ستونزې، سختۍ یا حالت د پښېدو پر وخت د خپلو حواسو اعتدال ساتل او پر خپل ځان کنټرول پيدا کول دي.
که په سختیو او ناخوالو کې یو څوک پر ځان کنټرول ولري، ستونزو ته د تسلیمېدو پر ځای له سختیو د وتلو پر لارو چارو فکر کوي او په تورو شپو کې د ورکو ستورو تته رڼا لټوي.
دوی له ستونزو ورپېښ دروني حالت او عواطف زغمي، ستونزې نه. خپل درون تزلزل ته نه پرېږدي او د یوه پیاوړي معنوي ملاتړ په ملتیا په سختو څپو کې ځان څنډې ته رسوي او لا نور غښتلی کېږي.
که زغم په ناسم ډول د ستونزو د منلو په مانا وي، بیا نو پرمختګ هم ناممکن دی او د شخصیت بشپړوالی هم. زغمل بیا د انسان له عادت کېدو پرته بل څه نه دي. یانې دومره ستړیاوې، سختۍ او ستونزې تېرې او صبر پرې وکړئ، چې د لا نورو او ډېرو د تحمل توان پیدا او ځان ورسره عادت کړئ. بیا به نو په تېر پسې له ارمان پرته بله لاره نه وي او د ستونزو پای او ترې وتل خو به د چا په فکر کې نه ور ګرځي.
څه کول په کار دي؟
زما له انده په ستونزو کې د زغم تلقین په اصل کې د سخت حالت زغمل نه دي، بلکې له ستونزو د وتلو په لارو کې ننګونې زغمل او مخته تلل دي. که ستونزې وزغمل شي، انسان بیا نه د حرکت توان لري او نه یې زړه غواړي چې له دومره غټ بوج سره دې په پښو ودرېږي او مخته دې ولاړ شي؛ خو که له ستونزو د وتلو په لاره کې سختۍ او پراته خنډونه وزغمي، له یوې خوا به له هرې ناخوالې د وتلو پوره انرژي ولري او له بل لوري به له یوې غټې مانع تېر شوی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب