شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د پیغام لپاره نثر ښه دی که شعر؟ | رحمت شاه فراز

د پیغام لپاره نثر ښه دی که شعر؟ | رحمت شاه فراز

قرآن کریم د نثر ټولې ځانګړنې لري، خو نثر نه دی او د شعر ټولې ځانګړنې لري، خو شعر نه دی. لاریب، دغه کتاب یوه بېله دنیا ده.

موږ به خپله موضوع د قرآني ژبې په تناظر کې وڅېړو.

قرآن کریم په دومره بلیغه او هنري ژبه لیکل شوی، چې د هغه مهال فصیحو عربو ته یې یوه لویه ننګونه دا وه، چې د دې په څېر یو سورت یا یو آیت وړاندې کړئ. پوهېږو، چې عرب پاتې راغلل. خو په دې سربېره، په قرآن کریم کې په دې هم بیا، بیا تاکید شوی، چې قرآن په څرګنده، اسانه او واضحه ژبه را نازل شوی.

ما چې پورته کومه خبره کړې، له ځانه مې نه ده کړې، بلکې د قرآن کریم د پورتنۍ «ننګونې» او «ادعا» له مخې مې کړې. که قرآن د شعر ټولې ځانګړنې نه لرلی، د عربو لپاره د قرآن کریم ژبه ننګونه نه شوه کېدلی، ځکه چې عربو ته شعر لوړ ښکارېده، نه نثر؛ بل خوا، که د نثر ټولې ځانګړنې يې نه لرلی، نو د قرآن کریم دا ادعا نه ثابتېده، چې ژبه يې څرګنده، اسانه او واضحه ده. خو له دې سره، سره، دا هم ده، چې قرآن نه نثر دی، نه شعر دی. دې خبرې ته به ممکن قرآني دلیل موجود وي، خو دا قضاوت، چې قرآن نثر دی او که شعر، په دې ستونزمن دی، چې له ډېر بحث وروسته هم سړی نتیجې ته نه شي رسېدلی.

البته، زما د دې قضاوت نه کولو په مقابل کې دا دلیل صحیح نه دی، چې قرآن کریم کې صراحتاُ ویل شوي، چې دا اشعار، یا اساطیري کیسې یا د کوډګرو خبرې نه دي، بلکې الهي کلام دی؛ ځکه دلته زموږ بحث په دې دی، چې آیا د قرآن کریم ژبه، نثر ده او که شعر؛ نه پیغام.

د پورتني بحث په تناظر کې دغه ټکی هم په ډاګه کېږي، چې پیغام له ژبې بېل او د پیغام ژبه بېله کېدلی شي. له همدې امله خو موږ د ځینو شاعرانو یا نثرلیکونکو په اړه وایو، چې په نثر کې یې شعر یا هنر ځای کړی، یا دا چې په شعر کې يې د نثر اجزاوې غالبې شوې دي. یو ښه مثال يې ګل پاچا الفت صاحب دی. غوره نثرونه يې نثر دی، خو پیغام یې شعر یا شاعرانه خبرې دي؛ مګر د الفت صاحب شاعري بیا شعر ده، خو پیغام یې منثور دی. منثور پیغام هغه چې ژبه يې څرګنده، واضحه او اسانه وي او هغه پیغام، چې شاعرانه خبره نه وي، عادي خبره وي.

د خپلې خبرې د وضاحت لپاره به د تاریخ پاڼو ته هم ورستانه شو. خیرالبیان را اخلو. خیرالبیان کې هڅه شوې، چې په شاعرانه ژبه، نثري خبرې وشي. لیکوال خپله خبره خو کړې، خو د خپلې ژبې په انتخاب او تخلیق کې پاتې راغلی ښکاري. همدا وجه به وي، چې د ژبې ناکامي چې لري، خلکو يې پیغام ته هم ډېره توجه ونه کړه، ځکه کومې خبرې چې بایزید روښان وکړې، هغه خبرې نن ورځ د کلي یو عام صوفي ملا هم کولی شي.

په دې اساس، مهمه دا ده، چې زموږ پیغام څه شی دی؟ شاعرانه که منثور؟ او د خپل پیغام لپاره زموږ د ژبې جامه څه شی ده؟ شعري که نثري؟ د شاعرانه پیغام لپاره د نثر د انتخاب کامیابي د الفت صاحب په «غوره نثرونو» کې لیدلی شو. دغه راز، د منثور پیغام لپاره د شاعرانه ژبې انتخاب د «قرآن کریم» په متن کې وینو. له دې ټکي یوه دا خبره هم واضحه شوه، چې ډېر اغېزناک متن هله پنځولی شو، چې زموږ پیغام او ژبه په تضاد کې سره پېښ شي، یعنې زموږ شعري متن په نثر ولیکل شي یا منثور پیغام د شعر په ژبه.

د الفت صاحب «غوره نثرونه» په دې غوره نه دي، چې پيغام يې بيخي بې سابقې او بې ساری دی، بلکې د ارواښاد الفت په دې اثر کې د ژبې او پيغام تضاد پېښ شوی، ځکه خو کتاب تر اوسه لا ژوندی دی. د همدې الفت صاحب نور کتابونه تر دې ښه پيغامونه لري، خو دومره مشهور نه دي، ځکه هلته نثر په نثري ژبه ليکل شوی او تضاد پکې نشته، يو رنګي پکې خوره وره ده.

خو دلته له دوو جدي نیوکو سره مخ کېدلی شو: د الفت صاحب شاعري تر ډېره بریده د ناکامې شاعري هڅه ګڼلی شو، ځکه دلته هم د منثور خبرې لپاره منثوره ژبه انتخاب شوې، مازې قالب یې د شعر ورکړی.

بله نيوکه دا چې، د شعر په اړه دغه تیوري هم له یوې مخې له پامه نه شو غورځولی، چې وايي، شعر د واعظانو خبرې نه دي، چې تبلیغ درته پکې وکړي، شعر، شعر دی، که پیغام وو، که نه وو.

نو دغه دواړه نیوکې اصلاً له دې امله پیدا شوې، چې د پیغام ډول، د ژبې له ډول سره یو شی ګڼل شوي دي. موږ د قرآن کریم په اړه هم وویل، چې، زموږ بحث په دې دی، چې آیا د قرآن کریم ژبه، نثر ده او که شعر؛ نه پیغام. په دې اساس، موږ چې کله وایو، چې منثور پیغام دې د شعر په ژبه ولیکل شي، هدف دا دی، چې د شعر اجزاوې دې په متن کې وکارول شي او متن دې په شاعرانه او هنري عناصرو سینګار شي. دوهمه نیوکه هم په همدې وضاحت کې ځواب شوه.

دغه خبره په دې ډول هم کولی شو، چې هغه څوک چې نثر لیکي، په شاعرانه ژبه دې فکر وکړي، خپل نثر دې په شاعرانه ژبه ولیکي؛ دغه کار شاعران ډېر په اسانه کولی شي، د هغوی فکر له پخوا څخه لا شعر ته جوړ وي او شاعرانه عناصر يې د شعور په سر کې دېره وي، نو په اسانه ترې ګټه اخیستلی شي.

پوښتنه دا ده، چې ايا کاروان صاحب به ښه نثر وليکلی شي؟ د دې پوښتنې ځواب په دې پوښتنه کې نغښتی، چې ايا کاروان صاحب سره يو موثر پيغام هم شته او که نه؟

زموږ سروکار چې له پیغام سره دی او د شعر سروکار تر ډېره له پیغام سره نه وي، بیا که یو پیغام احیانا پکې راغلی هم وي، شعر د عوامو لپاره نه وي، خواصو ته متوجه وي؛ نو موږ د شعر په ژبه خبرې نه کوو. شعر چې څوک په څه ډول لیکي، هماغسې دې ولیکي.

خو د مؤثر پیغام لپاره دا مهمه ده، چې د خپلې ژبې تر ټولو اعلی او شهکاره بڼه او کچه وکارول شي او نثر دې په شاعرانه ژبه وليکلی‌ شي، ځکه چې قرآن کریم هم د خپل پیغام د اغېزمنتیا لپاره همدا ډول ژبه کارولې.

6 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ورور رحمت شاه فراز ته په درنښت سره، ښه لیکنه ده، پام چې د کوم مباح والا ټاپه درباندې ،لکه ښاغلی توریالی ویسا، برابر نه شي؟!
    ټول پوهیږو چې قرآن کریم :ذالک الکتاب ُلاریب فیهِ
    او پیغامونه ې ،د نبي،رسول،پیغامبر (محمد ص. )په ژبه ، بلسان عربی مبین ،تر مونږ او تاسو مسلمانانو رارسولی شوي دي. الحمد لله.
    دا چې د وحې یا پیغام طرز او انداز ې نثر دی که نظم؟؟ ،زما په ناقص عقل ، دا هم الغیب عندالله او في لوح محفوظ کې لیکل شوی!!
    په ډیرو آیتونو کې، نظر په شان نزول ،یو لږڅه توپیر سره عین کلمات تکرار شوي دي.والله اعلم
    راغلو د بنی آدم اولادې او بیا افغاني لیکنو ته ، د مولوي جلال دین بلخي-رومي مثنوي معنوي، د خواجه عبداله انصاری مناجات؛ د خیام رباعیات، د حافظ او بیدل فالونه!!!، د خوشحالخان ،رحمان بابا ،او ستا خبره پیر روښان، الفت پاچا او…ملنګجان…شپون… غضنفر استاد؛تراب، …
    او حتی د پ.م. کاروان صیب هغه د سوره ء الرحمان ې په پښتو شعر کې کوښښ کړی و ؛
    البته په نورو ولسونو او ژبو کې به هم ورته پنځونې سوې وي ،چې سړی ورته ګوته په غاښ پاته کیږي.اعرابو،اتراکو، …
    د عیسویانو ،یهودانو؛ هندوانو او … پیروانو خو موزیک هم ورسره په کلیسا او مندر کې یو جای کړیدی!!!.
    (الرحمن . عَلم القرآن. خلق الانسان. عَلَمهُ البیان… فبای آلآء ربکما تکذبان ……..آلی آخر)

  2. رحمت شاه خان فراز خوږ بحث را منځته کړی دی البته که ئی محتویات مجزا څیړل سوی وای نو نور به هم خوږ وای.
    په هره توګه؛
    د شعر او نثر په هکله د نظر وړاندی کولو لیوالتیا نلرم خو د قرآن مجید د ” نثر ” یا ” شعر ” والی په هکله زما نظر دا دی چی قرآن نه منثور دی او نه منظوم بلکه ” موزون ” دی ( هم د فصاحت له مخی او هم د بلاغت او ژبنی اصلیت او سوچه توب له مخی) .
    د قرآن له بی شمیره اعجازونو څخه یو دا دی چی د مځکی پر کُره هر اوسیدونکی ئی تر مناسب تمرین وروسته په صحیح توګه د تلفظ او تلاوت توان موندلای سی . د قرآن عربی یوازنی ژبه ده چی یو غیر عرب ئی بیله دی چی د کلماتو په معنی ئی پوه سی، یو عرب غوندی لوستلای سی البته دا به ناممکنه وی چی ( مثلاً ) یو افغان بیله دی چی یوه کلمه انګلیسی ژبه ئی زده وی، یو انګلیسی متن د انګریز یا امریکائی غوندی تلفظ کړای سی.
    د ژبی پټ ستوزمن هډوکی د همهغی ژبی د میلوډی څرنګوالی دی خو د قرآن د ژبی د میلوډی زده کول یو غیر عرب ته دومره آسانه کار دی لکه یو عرب ته. ډیرو غیر عرب قاریانو چی حتی عربی ژبه ئی هم زده نه ده په نامتو مسابقو کی د بریالیتوب مډالونه تر لاسه کړی دی.

  3. د معززو وروڼو د محتاطانه نظر او تحلیل تر څنګ دا زیاتوم چي دِ قرآنکریم د علمی ، ساینسی ،دعوت
    او اصلاحی روش ،تعلیم او تربیت ، د ژبی کمالی علوم لکه بلاغت او نور چي پور ته اشاره ورته شوی او نور بی شمیره او لا محدوده علمی مکمل اعجازی رازونه چي لا تر اوسه بشر هغې ته لاسرسی ندی پیدا کړی ، دی قرآنکریم کی نغښتی دی او هومره لارښوونه او اشاری ورته شوی کوم چي د بشر ضرورت
    دی ، نور بشر ته صلاحیت ورکړ شوی چي د هری برخې متخصصین هغه رازونه او علمی کمالات قسماََ څنګه چي دی هغسی یی درک کړی بیا همدی نهایی راز او شکل ته علم ویل کیږی ۰
    خالق دِ هستۍ فرمایی؛ وما اوتیتم من العلم الا قلیلا او بل ځای فرمایی؛ فسئلوا اهل الذکر ان کنتم
    لا تعلمون
    نو مقایسه د محدود به د لا محدود سره ممکن نه وی ، نو ښه او احسن الطرق به دا وی چي د امت دِ مفسرینو او معتبرو معاصرو داعیانو لیکنو ته مراجعه وشی او د علمی ملغلرو سچه آمیل یی امت
    او څیړنیزو مراکزو ته د لا زیات رُشد او تحقیق لپاره جهانی وګرځی ۰

  4. ګران او محترم ورور ډاکټر صاحب حمیدالله صافی ته تر سلام او درناوی وروسته؛
    په خپله تبصره کی ئی د ” توریالی ویسا ” یادونه کړیده ( د نومونو په باب زما حافظه هم اکثراً پڅه وی ) .
    توریالی ویسا کوم بل کس دی کوم چی د جمهوریت د سقوط دوه کلونه مخکی د کندهار والی ؤ.
    د محترم ډاکټر صاحب منظور شاید طالب پلوی هغه توریالی وی ( د خټو چرګ ) کوم چی ځینی وختونه د فریدالله محمدی صاحب د ” تودی خبری ” په پروګرام کی ګډون کوی او ټولو ته ئی پلاس کی نیولی او هیڅ معقوله خبره نه منی.
    یادش بخیر، د څو میاشتو را پدیخوا می د ” تودی خبری ” پروګرام نه دی لیدلی ( ممکن ګډونوال ئی همهغه پخوانی فکری مفلسین او ټیکه داران وی ).

  5. ورور غ.حضرت خان ته په علیک د سلام
    زما مقصد هغه ویسا دی چې ماشومانو ته ې وړیا کتابونه ویشل او له څو کالونو ې ګرځنده کتابتون د قندهار او نورو ولایتونو ته ګرزاوه.
    له بده مرغه اوس د تعلیم او سواد آموزۍ په تور بندي دی چې ډیرو داخلی او بهرنیو د ده د خلاصون هڅې وکړې؛ خو صم بکم عمی لا ډیر دي.
    پخوانی والی ویسا نوم مې اوریدلی و؛ خو کومه پیژندګلوی نه درلوده او نه ی لرم.
    له توجه مو مڼنه ښاغلی حضرت صیب.

  6. پښتو کې داخبره ډیره عامه چې بیعلمه شیخی نه کیږی دقرآن کلام الله په ناتجزیه کونکو اعجازو کې ستا دلایل بیانی ، معنوی منطقی او علمی بنسټ نه لری.
    دانسان عقل او اندېښنې ماواراء ډیره محدوده ده
    قرآن یعنی ام الکتاب ډیر اعجاز لری هر یو یی لوی بحث دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب