پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهایران وايي، په لومړي وار یې تخنیکي پلاوي د هلمند سین سرچینه...

ایران وايي، په لومړي وار یې تخنیکي پلاوي د هلمند سین سرچینه ولیده

تاند(یکشنبه، د اسد ۲۲ مه) په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قُمي وايي، ایراني متخصصان په لومړي وار د هلمند سین د اوبو د لانجې په تړاو د افغانستان د اروزګان ولایت دهراوت ولسوالۍ ته لاړل.

د ایران د مهر، نیمه دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، قمي وویل:«زموږ تخنیکي پلاوی اوس په کابل کې دی، سفر (د هلمند سین سرچینې ته) یې کړی او ژر به یې راپور ترلاسه شي.»

د سږ کال په جون میاشت کې ښاغلي قمي ویلي و چې د طالبانو حکومت کجکي بند ته د ایران د یوه تخنیکي پپلاوي له سفر سره موافقه کړې ده.

ایراني چارواکي وايي چې که په بند کې کافي اوبه وي، طالبان یې باید خوشي کړي چې ایران ته زیاتې اوبه ورسیږي.

د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ لمریز کال د موافقې پر اساس، افغانستان د هلمند سین له څه باندې ۸ میلیارد مترمکعب اوبو څخه په نورمال کلونو، هغه کلونه چې وچکالي نه وي او کافي ورښتونه شوي وي، ایران ته باید څه باندې ۸ میلیون مترمکعب اوبه پریږدي. خو په افغانستان کې او سیمه کې پر له پسې وچکالۍ سبب شوي چې د اوبو اندازه کمه شي له بلې خوا د چارو کتونکي وايي چې ایران د افغانستان اوبو ته ډیر بندونه او کانالونه جوړ کړي او د هلمند سین اوبو ته یې اړتیا د هغه څه څو برابره زیاته شوې چې د افغانستان د هماغه مهال د صدراعظم محمدموسي شفیق او د ایران د صدراعظم هویدا ترمنځ پرې سلا شوې وه.

ځینې ایراني چارواکي د ایران د هماغه مهال پر حکومت نیوکې کوي چې د هلمند سین د اوبو د حق په اړه موافقه یې د افغانستان په ګټه وه.

په افغانستان کې د ناامنیو له کبله، په تیره بیا د محمد داوود خان د حکومت له پرزېدو وروسته د افغانستان پرېمانه اوبه ایران ته بهیدې ځکه چې د اشرف غني تر جمهوري ریاست پورې په افغانستان کې پر بندونو هیڅ راز پانګونه ونه شوه.

ایراني چارواکي اوس هم د اشرف غني په اړه توند الفاظ کاروي ځکه چې په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند جوړ کړ او د فراه ولایت بخش اباد بند یې هم جوړاوه.

1 COMMENT

  1. هر هیواد داسی اسناد، ځایونه، منابع او ارقام لری، چی محرم او ځینی یی اشد محرم دی. په تیره د مهمو معادنو شاوخوا او دهغو دموقعیت ارقام، د اوبو منابع، کمیابه وحشی ژوی، سلاح کوټونه او د هغو موقعیت، فرقی او د نظامی برخو تشکیلات، د دفترونو اسناد او نور. موږباید خوشحاله نشو چی د اوبو ډیر متخصص ایرانی ماهرین راغلل او وی منله چی اوبه ریښتیا هم کمی دی، بلکی دوی په حقیقت کی زموږ د کوردننه وکتله، څوک بیګانه ته اجازه نه ورکوی چی ناموس او کور ته یی ورشی. دوه کاله مخکی د طالبانو د راتګ په ورځ څو وسله والو څخه ډک ډآتسن او رنجر د دارالامان پرسړک روان و د جای رییس دسیمی خلک چی د طالبانو راتګ ته حیران وو، دا د موټرو کاروان یی ولید دوی یوبل ته ویل چی دا د ګلبدین کور ته ورځی او هغه نیسی، خو د موټرو کاروان د اوبو دملی اداری په دفترونو ورننوت او اسناد او کمپیوترونه یی یووړل دی کی ډیر یی پاکستانیان وو. اوس دا دی ایرانیان تر دهراود راځي عکسونه هم اخلی او اوبه هم اندازه کوی او د افغانستان د اوبو مسایلو څخه ځان له نږدی خبروی، ایاد ۱۳۵۱ کال معاهده کی راغلی و چی ایرانیان به راځی او زموږ سیندونه څاری او د اوبو جریان به تفتیش کوی؟ موږ ته دشرم خبره ده چی پردی را ځی او زموږ منابع تفتیش کړی. دا لکه چی د هر افغانړ پرناموس چی تجاوز شوی وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب