دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهعزیزي: ټول هیوادونه د افغانستان په لیتیمو کې پانګونه کولی شي

عزیزي: ټول هیوادونه د افغانستان په لیتیمو کې پانګونه کولی شي

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، افغانان له خپلو لیتیمو سره لویې هیلې غوټه کړي او دوی نه غواړي د لیتیمو کانونه یې له کومې ستونزې سره مخامخ شي.

ده له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، هر هیواد چې وغواړي د افغانستان د لیتیمو په استخراج کې پانګونه کولی شي.

عزیزي زیاته کړه:«هر هیواد د افغانستان په لیتیمو کې پانګونه کولی شي، ځکه چې لیتیم د افغانستان د خلکو هیله ده او زه نه غواړم چې زموږ لیتیم د یوه شرکت، یوه هیواد یا یوه کس له لوري ضایع شي.»

افغانستان د نړۍ یو له دوو هیوادونو څخه دی چې ډیر لیتیم لري. لیتیم د الیکترونیک موټرو په بیټریو کې کارول کیږي.

د افغانستان لیتیم په هلمند، غزني، کونړ او نورستان ولایتونو کې دي.

د ډیرو متحخصانو په باور، لیتیم له افغانستان څخه هغسي شتمن هیواد جوړولی شي چې سعودي عربستان تېلو شتمن کړی دی.

عزیزي، چې په وروستیو ورځو کې قزاقستان ته تللی و، وايي چې د دغه هیواد له چارواکو سره یې د بانکي چارو، سوداګري تعرفو، مخابراتي پروژو او د اسیا جنوب ته د روسیې د تېلو د انتقال په شمول د ترانزیتي لارو په اړه خبرې وکړې.

1 COMMENT

  1. نوره نړۍ کې پانګوال له لیتیمو انرژی تولیدی لکه فرانسه ټوله انرژی د ناجریا له لیتیمو تولیدوی مګر موږ افغانانو تر اوسه هیڅ هم ندې کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب