پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهمقاومت شورا: خلیلزاد د طالبانو په ویاند بدل شوی، محاکمه یې غواړو

مقاومت شورا: خلیلزاد د طالبانو په ویاند بدل شوی، محاکمه یې غواړو

تاند: (یکشنبه، د زمري ۲۲ مه) د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو شورا (د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا)، چې په ترکیه کې مطشته ده، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد د وروستیو څرګندونو له امله غندلی او توند تورونه یې ور باندې لګولي دي.

خلیلزاد په یوه وروستۍ مرکه کې ویلي و چې د طالبانو مخالفې څېرې دې هېواد ته ستنې او له طالبانو سره تعامل وکړي.

هغه دا هم ویلي و چې دغه څېرې په داسې حال کې له امریکا د ملاتړ تمه لري، چې په خپله بهرنیو هېوادونو کې ناست دي.

د خلیلزاد په وینا، امریکا او نور هېوادونه به ولې د هغو څېرو ملاتړ وکړي چې د خپل هدف لپاره خطر نه مني.

په ترکیه کې د طالبانو د مېشتو مخالفانو شورا بیا خلیلزاد د طالبانو لابي ګر، ویاند او سپینونکی بللی او ویلي، چې هغه او د امریکا مخکېني ولسمشر ټرمپ په یوه معامله کې طالبانو ته افغانستان وسپاره.

دوی د خلیلزاد د محاکمې غوښتنه کړې او ویلي، چې هغه د خپلو شخصي غرضونو لپاره د افغانستان او متحدینو ټولې لاسته راوړنې یې معامله او طالبان پر افغانستان واکمن کړل.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې بل سبا پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو دویم کال پوره کیږي.

4 COMMENTS

  1. دا چورکوونکی د بادارانو په هدایت سره تښتیدلی تربیه شوی غلام قاتلان پوره پدی باوری دی چی ددوی یو ځای کول د قدیانیو تربیه شو خچنو ږیرو سره دغلیسو امریکا ، انګلیس او د انګلیس چوچه له خوا به عملی کیږی اما دا د کوچنیوالی څخه تربیه شوی قدیانی خچنی ږیری به مشرتوب لری !!!!!
    لطفآ دا لاندی د محترم فضل احمد افغان له خوا د دوحی خائینه معاهده د ملی خائین خلیلزاد او قدیانیو تربیه شوو خچنو ږیرو سره په اریانا ویب سایت کښی ولولۍ !!!!

    ملی شخصیت محترم فضل احمد افغان ته : تاسو محترم ته مبارکی وایم چی د تاسو له خوا د کاؤ بائی امریکا او شیطان انګلیس او دده چوچه پنجابی پاکستان د ملی خائین او د سی آي اي تربیه شوی خلیلزاد په مټو د دوحی خائينه موافقه د قدیانیو خیټورو تربیه شوو غلامو خچنو ږیرو سره د
    غلیسو امریکا ، انګلیس او د انګلیس چوچه سره په دوحه کښی دافغان ملت تباهی لپاره ترتیب او امضا شوۍ دی او دا یاد غلیس ممالک د خپلو تربیه شوو قدیانانو غلامو سره تبلیغاتی مصنوعی مخالفت ښکاره کوی اما په واقعیت کښی غلیسه امریکا دی غلامو تربیه شوو ږیرو سره په مللیاردو ډالرونو
    کومک کوی !!!!!

  2. خلیلزاد که تاسو خاین یا جاسوس ګڼئ هغه ستاسو خپله رایه ده مګر کومه خبره یې چې کړې سل فیصده حقیقت لري. دا غله، لوټماران، جاسوسان او مفسدین باید د افغان نمایندګي نوره ونکړي. دا شل کلنه دوره نه افغانان ؤ او نه دي. دوی په هم هاغه وخت کې هم غلا په افغانستان کې کوله او سرمایه ګذاري خارج کې نو داسې خلکو ته افغان نه ویل کیږي کنه ودې ښایي که کوم یو یې کومه فابریکه یا روغتون په افغانستان کې جوړ کړی وي.

  3. که د خلیلزاد مخاطبین یواځې مفسدین او متفرق سیاسیون او خاین وکیلان او ټامیان وی بیا پروا نه کوی، خو که مخاطب یی هغه بیچاره سرباز وی چی د مرګ او مرموزو وژنو له ویری له افغانستانه راوتلی، یا یی مخاطب هغه ژورنالیست، قاضی، لیکوال او شاعر، هنرمند وی چی د روشنګری او وطنی ملی احساس او وطن ته دصداقت په تور د طالب له ساطور راوتلی وی، بیا یی خبره د منلو نده، ځکه طالب د ټولی دینا او د اسلامی هیوادو خبر نه منی نو د یو پناهنده تبعیدی وطنپال بی وسلی ملی شخص خبره به څنګه ومنی؟

  4. خلیلزاد د ۱۹۸۱ څخه د سی آي اي له خوا پاکستان مسلسل سفرونه کول او د جوړ کړ شوو تنظیمونو او د اوسنیو طالبانو لپاره د ډالرو بودیجه دده په لاس کښی وه ، خلیلزاد د افغانانو ستر دوښمن دی د تاسو لپاره چی دده خائین خبری صحیح وی نو دا د تاسو قضاوت دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب