دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهټي ټي پي: د طالبانو د دارالافتا نه، د ملا هبت الله...

ټي ټي پي: د طالبانو د دارالافتا نه، د ملا هبت الله فتوا موږ ته مهمه ده

تاند: (یکشنبه، د زمري ۲۲ مه) د تحریک طالبان پاکستان سرچینو په پاکستان کې د دوی د جګړې خلاف د کابل د طالبانو رژیم د دارالافتا فتوا ته غبرګون ښودلی.

د دغه تحریک ویاند محمد خراساني ویلي چې د ټي ټي پي امیر نور ولي محسود د افغان طالبانو له مشر ملا هبت الله سره بیعت کړی و او دوی د هماغه بیعت په اساس د هبت الله تابع دي.

د هغه په وینا، دوی ته د جګړې خلاف د افغان طالبانو د دارلافتا فتوا نه؛ بلکې د ملا هبت الله فتوا مهمه ده.

هغه دا هم ویلي چې دوی د پاکستان د واکمنو خلاف خپلې جګړې ته، چې نوموړي جهاد بللی، دوام ورکوي.

په کابل کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې وویل چې د دوی دارلافتا په پاکستان کې جګړه ناروا ګڼلې او ویلي چې دغه جګړه جهاد نه ده.

تر دې مخکې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب خپلو جنګیالیو ته ویلي و چې له افغانستانه د باندې جګړه جهاد نه دی.

د هغه په وینا، د دوی جنګیالي باید په دې اړه د خپل امیر اطاعت وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې پاکستاني چارواکي د خپل هېواد په نا امنیو کې د افغان وګړو د لاس لرلو ادعا هم لري.

2 COMMENTS

  1. که خبره د اسلام وی خو څه چي ځان ته خوښوی هغه به بل مسلمان ورور ته هم خوښوی اوس خو خبره د اسلام ده نه د فاسدو حکومتونو؛ او امیر مو هم یو دی، حال دا چي پنجابی حکومات په پاکستان کی زموږ تر جمهوریت ډیر فاسد او شریر وو او دی نو ولی جهاد به فرض نه وی حال دا چي همدا
    مرکز د فساد او د اسلام او انسانیت ضد پروژو اخیستونکی دی او کم از کم نیمه پیړۍ د دی دنائت او بی همتی نه ډوډۍ خوری او دی ارذلیت او منافقت ته د سیاست او عقلانیت نوم ورکوی او فاسد حکام یی ځانته افتخار بولی؛ رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی ـ
    من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب