تاند: (یکشنبه، د زمري ۲۲ مه ) د لوړو زده کړو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست شېخ ندا محمد ندیم وایي د دوی له بیا واکمنۍ وروسته تر اوسه پورې شاوخوا ۴۵۰ تنه د پوهنتونونو استادان چې ډېری یې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو لپاره بهر ته تللي وو بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د ندیم په وینا، د دوی خلاف له پراخو هڅو او تبليغاتو سره سره بيا هم لسګونه علمي کادرونه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پوهنتونونو د استادانو د ښارګوټو د جوړولو موضوع تر کار لاندې ده او له هر اړخيزې ارزونې وروسته به په دې اړه پریکړه وشي.
د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دوی د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپل دفتر کې دغو ستنو شویو استادانو ته د هرکلي او مننې غونډه کړې او ورڅخه یې د ملاتړ ډاډ ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو میاشتې مخکې یوازې د کابل پوهنتون د شاوخوا ۵ سوو علمي کادرونو د جلا وطنه کیدو خبر ورکړل شوی و.
درواغ وایې نالتی په دا مرداره ږیره ! د نجونو سره څرنګه عمل کوۍ ؟ هغوی خو تاسې انسانان نه بولۍ نالت مو پر دا مافیایې دین شه !!
پاملرنه
په تېر کې دوه ځلې مقدساتو ته سپکاوي وشو چې دې ټکي ته مو ښه پام اوسي.
زه باور لرم چې د تاند ادارې به هم په تېر کې درته يادونه کړي وي چې بيا هغسې ناوړه يو څه تکرار نه شي.