(په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو د زدکړو ستونزه)
د هــغــو مـلـــتــونــو فـاتـحـه پـه ژونـد پـکـار ده!
بـې واکه د مکـتب د تالۍ شـور چې د چا مړ شي!
(عبدالوهاب باور)
په افغانستان کې د ننه او له څخه وطن د باندې، د نوي نسل د روزلو د پلویانو له هڅو سره ــ سره؛ د نجونو د ښوونځیو دروازې له دې سره ــ سره چې خلاصې نه شوې، بلکې د دې ستونزو تر څنگ، د نجونو د زدکړو پر لارو کوڅو کې نوي ازغي راټوکول شوي دي.
ځینو طالب چارواکو په خپلو تازه څرگندونو کې ویلي دي چې تر لس کلنۍ پورته عمر لرونکې نجونې نه شي کولای ښوونځیو ته لاړې شي. دې موضوع پورې اړوند د تاند په یو رپوټ کې داسې راغلي دي:
«تاند: ( شنبه، د زمري ۱۴ مه ) د غزني په ګډون د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راپورونه وایي، چې د طالبانو امربالمعروف دستګاه له لس کلنۍ څخه پورته عمر لرونکو نجونو ته د ښوونځیو ته تلو اجازه نه ده ورکړې.
یو شمېر زده کوونکو رسنیو ته ویلي، چې نجونو ته یوازې تر درېیم ټولګي د زده کړو اجازه ورکړل شوې ده.
زده کوونکو زیاته کړې، چې په ښوونځیو کې ورته له درېیم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکول کیږي.
له کابل او یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم ورته خبرونه ورکړل شوي…»
سړی هکحیران شي، چې ټوله نړۍ ورته یوې خوا ته ده وایي چې زدکړې د دې خلکو حق دی، وریې کړئ، خو واکداران پر هماغه یوه ځای او یوه خبره باندې ټینگ ولاړ دي او د هر ډول استدلال په مقابل کې هماغه یوه جمله پرلپسې تکراروي چې: «د نجونو زدکړو ته ځانگړی چاپېریال او شرایط نه دي برابر.»
وسړیه ستا شارایط څه شی دي چې نه برابرېـږي، وخت او عمر خو نه درېـږي، دا دی دوه کاله وشول چې د ښوونځیو دروازې مو تړلي دي. ایا پر دې مو سر خلاصېـږي چې له رواني پلوه، ښونځیو ته د نه تلونکو نجونو پر کورنیو او پر دوی باندې څه تېرېـږي او څه ډول راتلونکې به ولري.
د افغانستان د معارف پر ستیژ باندې د نجونو د ښوونځیو د ستونزو ډرامه روانه ده او په منفي لوري پورې وهل کېـږي، هماغه د سور گل او تور گل کیسه ده چې: «ما سورگل ژاړه، تور گل یې پر خره سپور راوړ» موږ تر شپـږم پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانستو لپاره کار او هڅې کولې، خو واکدارانو د نجونو د زدکړو لپاره دایره نوره هم پسې ټنگه کړه او اوس تر لس کلنو پورته بیخي ښوونځی ته نه پرېـږدي.
خو دا خبره هم د یادولو وړه ده چې طالبان په خپلو منځو کې هم د نجونو د زدکړو په برخه کې په یوه خوله نه دي، عباس ستانکزی او ځینې نور ملگري یې د نجونو د زدکړو پلوي دي او د علم زدکړه پر نر او ښځه باندې فرض گڼي. بيبيسي لا پخوا د عباس ستانکزي له خولې لیکلي وو چې:
«د نجونو زدکړې؛ ستانکزي یو ځل بیا د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی.»
د بيبيسي د یاد رپوټ په یوه برخه کې داسې راغلي دي:
«د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي یو ځل بیا افغانستان کې نجونو لپاره د زدکړو فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی.
نوموړي کابل کې يوې غونډې ته ويلي، چې زدکړه د ښځينو او نارینو طبيعي، اسلامي او شرعي حق دى او ديني عالمانو په دې اړه فتوا هم صادره کړې ده…
ښاغلی ستانکزی د طالبانو حکومت کې له هغو ګوتو شمار چارواکو دی چې د نجونو ښوونځیو د تړلو په اړه د طالبانو مشرتابه پر پرېکړه په زغرده نیوکه کوي…»
د عباس ستانكزي په څنگ کې ځینې نور طالب چارواکي هم شته چې د نورو طالبانو خلاف د نجونو زدکړي حتمي او فرض گڼي. په لاندی عکس کې د طالبانو دوه لوړ پوړي چارواکي لیدل کېږی:
ــ د لوړو زدکړو وزارت مرستیال،
ــ د دعوت او ارشاد عمومي ریٔس.
دوی د تعلیم په باب دوه متضاد نظرونه وړاندې کړې دي: عصری زدکړې فرض دی، عصري زدکړې فرض نه دي، بلکې دیني زدکړې فرض دي.
دوی چې په خپلو منځو کې نه دي سره جوړ، نو عام ولس سره به څنگه تفاهم ته ورسېـږي.
د دې خلکو په څنگ کې خینې نور خلک هم شته چې په ښکاره طلبان مخاطبوي او د نجونو د زدکړو د ښېگڼو د بیان تر څنگ، د نجونو د نه زدکړو د پایلو په باب اخطارونه ورکوي.
ښاغلی عبدالوحید وحید د یوې خورا مهمې او لارښونکې مقالې په ترڅ کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي دي کې:
«… د دغه بيچاره او مظلوم ملت د بچيانو په مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړل ځوروونکى عمل او ځينې نور بنديزونه ناوړه پايلې او خطرناک عواقب لري.
لنډه دا چې که يوازې په زده کړو باندي د اوسني حکومت ناوړه او ناروا بنديز هر اړخيزه څېړنه وکړو او ناوړه پايلې يې وسنجوو، نورې ټولې نيمګړتياوې له پامه وغورځوو او هر څه سم وګڼو نو بيا به هم همدغه ستره تشه د حکومت د سکوټې ناکامي لپاره بسنه وکړي، د علماو د بدنامي لامل ګرزي، په راتلونکي کې د علماو د ټولنيز رول او اسلامي نظام په تړاو د خورا جدي پوښتنو او منفي غبرګونونو د راپورته کيدو لپاره به لاره هواره کړي.
د حيرانتيا خبره ده چې په يويشتمه پيړۍ کي د افغانانو بچيانې د نانوايانو مخته کيناستى او خيراتي ډوډۍ ترلاسه کولاى شي، په ښار کې ګداګري کولاى شي، په لاس کې نيولي قلمونه پلورلاى شي، په واټونو کې ګرزيدلاى شي، له مارکيټونو څخه کورته سودا راوړلای شي. په ښار کې هرې خوا ته چکر لګولاى شي، خو يوازې په فرض/مباح زده کړو باندي يې بنديز دى، د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې يې په مخ تړل شوې دي، خو موږ لاهم د شهامت شجاعت او ويښتوب دعوه کوو. همدغه شان د نړۍ د فتحه کولو او د زبرځواکونو د ماتولو شعارونه زمزمه کوو.»
دا کیسه به همداسې روانه وي، وبه لېدل شي چې د تعلیم او د نوي نسل د روزلو پلویان به بریالي شي او که د نجونو له تعلیم سره مخالفین به پر خپل ټینگار باندې ولاړ پاتې شي او د نوي نسل د تعلیم د پلویانو د ژوند او افکارو لپاره به دایره نوره هم راتنگه او مزاحمتونه رامنځته کړي.