ليکنه؛ عبدالوحید وحيد
درنو سياسي مشرانو!
شخصيت او حيثيت ته مو د درنښت وړاندې کولو ترڅنګ ډاډ درکوو چې دښمنان مو نه ګڼو، بديل مو نه وينو او د حکومت د کمزوري کيدو مخالفت مو کوو. وړتیاوې او مثبت اړخونه مو ستايو، خو نيمګړتياوې مو د خورا سترو فاجعو او زيانونو د رامنځته کيدو لامل ګرزي. ستاسو ځينو کړنلارو ته زموږ غبرګون له تاسو سره د دښمني له امله نه، بلکې له هېواد سره د مينې څرګندوى دى. پام کوئ چې نن سبا ستاسو هره کړنه او هر ډول چلن د افغانستان د ښېرازي او يا هم خداى مه کړه د هېواد د بدنامي او تباهي پيلامه درلودلى شي. د وړو مسائلو پرځاى په اصولو باندي تمرکز وکړئ. اړينه چې د خپل کلي دود په ښارونو کې پلى کړئ. ښه فرصتونه او خطرناکې ننګونې مو مخته پرتې دي. د وخت حساسیت په پام کې ونيسئ. له فرصتونو څخه د ګټې اخيستو او ننګونې په فرصتونو باندي د بدلولو هنر وکاروئ. د هېواد د جوړيدو او اسلامي نظام د پلى کيدو لپاره تر هروخت ښه فرصتونه رامنځته شوي دي، خو متاسفانه د تيرو دوو کلونو تجربه ښئي چې له فرصتونو په مسلسل ډول ضايع کيږي.
په رويو او چلن کې بدلون د وخت اړتيا او د شرائطو تقاضا ده. له پېړيو راهيسې په افغانستان کې ديني علماو نور افغانان د رعيت په شکل نه، بلکې د مقتديانو او د خطبې د اوريدونکو په توګه چوپ چاپ ليدلي وو او ولس هم ديني علما د حاکم په توګه نه، بلکې د مسجد د امام او په منبر باندې د ناست خطيب په ډول د سپيڅلو انسانانو په څېر پيژندل، خو اوس د دواړو خواوو موقفونه، ادرسونه، حقونه او حيثيتونه بل ډول دي. علما حاکمان او ولس رعيت دى. دواړه اړخونه باید له يو بل څخه په خپلو هيلو غوښتنو، قضاوتونو او د يو بل په وړاندې د مسئولیتونو په تړاو په خپل چلن کې بدلون راوړي.
افغاني علما اوس د يوه هيواد د جغرافيايي پولو ساتلو، سالم مديريت، د يو ملت د هوساينې، امنيت، روغتیا، زده کړو او د کاري فرصتونو برابرولو دروند مسئوليت په اوږو لري. د معاصر وخت حکومتولي په سخته خبره کولو، امرانه لهجه کارولو او استبداديت په چلولو نه کيږي، بلکې پراخ بصيرت، تدبير او سياسي ځيرکتيا ته اړينه ده. ايماني فراست، سياسي نبوغ او ښه مديريت اړين ده. موږ په خورا بد او ځوروونکي حالت کې قرار لرو. وږى ولس، مجبور هيواد، سياسي انزوا، ناهيلى او له حقونو څخه محروم ملت مو د ضعف نقاط دي. د دغه بيچاره او مظلوم ملت د بچيانو په مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړل ځوروونکى عمل او ځينې نور بنديزونه ناوړه پايلې او خطرناک عواقب لري .
کله مو تصور کړې دى چې په معيارونو برابر اساسي قانون، په
اسلامي پرنسیپونو او ملي مشارکت ولاړ نظام، هر اړخيزو او انډوليزو کورنیو او بهرنیو تګلارو د نشتون له امله پانګوال پانګونې ته زړه نه ښه کوي، ولس اندېښمن دى، نړيواله ټولنه زموږ په وړتیاو باور نه لري، کورنۍ او بهرنۍ ستونځې ورځ تر بلې زور نيسي او تر ټولو مهمه دا چې پردي په نړيواله کچه د د افغانستان داسې انځور وړاندې کوي چې؛ افغانستان په مطلق نړۍ ته ګواښ رامنځ ته کړى دى، مشران يې مطلقاً بې معياره او ناپوهان وروپيژني او د خپلو ګټو لپاره يو ځل بيا په افغانستان کې د نړيوال تقابل او تصادم د فضا رامنځته کولو لپاره لابي وکړي. دا هغه څه دي چې موږ ته به يقيناً بوږنوونکې پايلې ولري.
افغانان او افغانستان د اوسنيو مشرانو د مټکورو تګلارو او په دريزونو کې د انډول د نشتون له امله له سخت ناورين سره مخ دي او دغه محکوم ولس په ژمنو باندي د هغوى لخوا د عمل نه کولو خورا لوړه بيه ورکوي؟ متأسفانه د دغه ملت او راتلونکى نسل لخوا به د اسلامي نظام د اوسنيو نيمګړتياو پربنسټ منفي غبرګونونه رامنځته کيږي. په يقين سره ويلاى شم چې په افغانستان باندي د امارت له تسلط وروسته د ديني عالمانو درنښت عزت او ولسي باور ته سخت زيانونه واوښتل. هيله مو داده چې له ولس او نړيوالې ټولنې سره له ښکر په ښکر حالت څخه دغه هېواد راوباسئ. اوسنى ترينګلى وضعیت مو له امریکا سره په بله بڼه جګړه کې د ماتې خوړلو او د امریکا د سترې بريا ننداره وړاندې کوي.
که څه هم له واقعي اسلامي نظام څخه د لويديځ کرکه، دښمني او ويره د علم ساينس او تخنيک په برخه کې د مسلمانانو ځلانده ماضي ته په کتو تاريخي شاليد لري، خو اوس مسلمانان په علم ساينس او ټيکنالوژي کې د وروسته پاتې والي، د مشرانو د استبدادي تګلارو او د خپلمنځي اختلافاتو له امله هغه پخوانى برم او عزت نلري. که څه هم د نړيوالې ټولنې لخوا د افغانستان اوسنى انزوائي حالت، بنديزونه او په طالبانو باندي د فشار اوسنئ تګلاره هم ناکامه ښکاري، خو موږ د يوه محتاج هېواد په توګه نورو هېوادونو ته د تګلارو د سمون د توصيې پرځاى، به ښه دا وي چې خپلو تګلارو ته متمائل شکل او متوازن چوکاټ جوړ کړو او خپلو نيمګړتياو، لکه د اساسي قانون او مشروعيت د نشتون، له خپل ولس او له نړۍ سره د تعهداتو د ماتولو په برخه کې سمون او بدلون ته متوجه شو.
دنياوال له جګړو کرکه کوي او تاوتریخوالي د خپل پرمختګ په وړاندې خنډ ګڼي، خو جګړه په بل ډول او نورو ډګرونو کې دوام لري. اوسنۍ جګړې باروتو ته په اور ورکولو د توپک په ماشه د الوتکو په درزا او د ټانکونو غوړمبا نه بلکې د اقتصاد په پياوړتيا د علم په برخه د هسکوالي د ساينس او ټيکنالوژي په ترلاسه کولو او استخباراتي کړنو ګټل کېږي.
متأسفانه موږ د اوسنيو معاصرو جګړو او موډرنو رقابتونو په ډګر کې د وروسته پاتې والي له امله لا دمخه ناکام شوي يو او خپلواکي مو له منځه تللې ده، د زده کړو کچه مو ښکته او د
ټيکنالوژي په برخه کې له نړيوالو سره د رقابت کولو له کاروان څخه پاتې يو. اوس مو له علم او ټيکنالوژي سره د واټن خليج دومره پراخ شوي دى چې د هېواد د پنځوس سلنه نفوس په زده کړو مو بنديز ولګاوه او د بيکاري ګراف مو هيولايي شکل غوره کړى دى. فرض علم مباح ګڼو، له هيواد څخه د مسلکي او علمي کادرونو وتلو ټوپان رامنځته کړى دى، کار موندل پل صراط ګرزېدل دى، په دندو باندي د ګمارلو لپاره د اهليت لپاره ناوړه شرطونه رامنځته شوي دي او په يقين سره وايم چې څو کاله وروسته به د ملي ناورين شاهدان واوسو، خو موږ لاهم هيڅ ډول ټکان نه خورو.
لنډه دا چې که يوازې په زده کړو باندي د اوسني حکومت ناوړه او ناروا بنديز هر اړخيزه څېړنه وکړو او ناوړه پايلې يې وسنجوو، نورې ټولې نيمګړتياوې له پامه وغورځوو او هر څه سم وګڼو نو بيا به هم همدغه ستره تشه د حکومت د سکوټې ناکامي لپاره بسنه وکړي، د علماو د بدنامي لامل ګرزي، په راتلونکي کې د علماو د ټولنيز رول او اسلامي نظام په تړاو د خورا جدي پوښتنو او منفي غبرګونونو د راپورته کيدو لپاره به لاره هواره کړي.
د حيرانتيا خبره ده چې په يويشتمه پيړۍ کي د افغانانو بچيانې د نانوايانو مخته کيناستى او خيراتي ډوډۍ ترلاسه کولاى شي، په ښار کې ګداګري کولاى شي، په لاس کې نيولي قلمونه پلورلاى شي، په واټونو کې ګرزيدلاى شي، له مارکيټونو څخه کورته سودا راوړلای شي. په ښار کې هرې خوا ته چکر
لګولاى شي، خو يوازې په فرض/مباح زده کړو باندي يې بنديز دى، د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې يې په مخ تړل شوې دي، خو موږ لاهم د شهامت شجاعت او ويښتوب دعوه کوو. همدغه شان د نړۍ د فتحه کولو او د زبرځواکونو د ماتولو شعارونه زمزمه کوو.
سلام وحید صاحب لیکنه مو ډیره پر محتوا ده مګر چیری دې هغه غوږونه چی وایوری چیری دی هغه سترګی چی ویوینې دا د څلویښت کاله مشران ټول پلورل شوې دی او ضمیر یې مړ شوې ده لکه اوسنی د اسلام ټیکه داران ایا مونږ او تاسو مسلمانان نه یو چی دوی اوس مونږ ته اسلامیت را شی ځواب یې معلومداره ده چی دوې داسلام بدنامی ته راغلی نه د اسلام خپرولو ته ایا تاسو په دا څورلس سوه کالو کښی داسی یو قاعد لیدلی لکه هیبت چی له خلکو پټ شې ایا د اسلام خپرول همدی ته وایې ځواب معلوم ده چی نه هیبت یو پنجابی جنرال ده چی دا په نوم مشران لکه د پسونو رمه هری خواته ځغلویې نو دوی ته هیله دا معنا لری لکه په دو سترګو ړوند چی د دنیا د لیدلو تمه لری .
وعليکم السلام و رحمت الله وبرکاته
مننه تڼى صاحب محترمه
ستاسو له نظر سره په بشپړ ډول توافق لرم او يقيناً همداسې ده خو څه وکړو بله چاره نلرو. بديل نلرو مجبوراً همدغه دعوت ته به دوام ورکوو او باور وکړئ چې که ددعوت لاره ونيسو حتماً تنيجه ورکوي انشاالله
سلام
افغانستان یو هېواد دی ننه ژرنده.
زه دغه تبصره ددرې ارزښتناکو خبرو پر بنسټ پیل کوم:یوه عقلمن سړی دخپل کاری دفت مخ ته درې ډوله لوحې ځړولې وی.
۱- ننۍ ورځ
یعنی همدا ننۍ ورځ دې ده خپل سوچ دې همدې ورځې ته را واړوه تول ځواک دې نن به کار واچوه ېه همدی چوکاټ کې ژوند غوره کړه
مناسب فرصت په هیڅ صورت له لاسه مه ورکوه دا یوه دیره مهمه خبره ده اوځانګړی ظرفیتونه جوړوی.
۲- سوچ اوفکر
یعنی دالله تعالی په نعمتونو کې سو چ وکړه او شکر ورباندې اداء کړه دملت له مظلوماننو ، یتیمانو ، کونډو اورنډو سره اړیکه وساته ولنبلونکم بشئ من الخوف والجوع ونقص من الاموال والانفس والثمرات وبشرالصابرین لاره غوره کړه دټولنې معیار او منخلاریتوب ته باملرنه وکړه.
۳-له قهر اوغوسې کار مه اخله
وړوکی کارونه اوګونګوسی دې پرېږده به احساساتی ډول هرڅه ته کفری فتوا مه ورکوه دفتنو مخه ونیسه او له فساد سره دپوهی په زور مبارزه وکړه. په بیسوادی کې دبیسواد ملګری اندیوالی پالل ملی خیانت دی دغه کارغان تصفیه کیدل غواړی . تکراری ببولالې هیڅ ګټې نه لری حوصله کې شه، ښه ته ښه ووایه اوبد ته بد. په ګوته شمار څنګ کې لیوان اوغله مو په دقت وڅېړی !
یوشمیر ډاکوان او احساساتی عناصر به ډاګه اسلام ، افغان فرهنګ، شریعت او عقلانی اصول او اخلاق کم راولی او داسلامی امارت تر نوم لاندې یې تخریبوی ایا ددې خلکو مخه نیول اړین نه دی .
واک: یعنی څه؟چېرې او څنګه؟ وحیدصاحب ملت ته مراجعه کول دافغنستان کړکیچونه سمولای شی عاقبت په خیر اوس هم سروخت دی دا فرصتونه بیانه راځی
سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
يقيناً همداسې ده. يوازې ملت مراجعه مو له تباهۍ ژغورلى شي. البته ملت ته هم لازمه ده چې د ړوند تقليد لاره پريږدي او په واقعیتونو پسې لټه وکړي