شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د عاشورا سږني مراسم له ناندریو او غبرګونونو سره مل...

افغانستان کې د عاشورا سږني مراسم له ناندریو او غبرګونونو سره مل دي

تاند: ( پنجشنبه، د زمري ۵ مه )  په افغانستان کې د محرم د لسمې یا عاشورا ترسره کېدونکي مراسم، چې په نږدې ورځو کې پلان شوي، سیاسي ناندریو او غبرګونونو پرې سیوری غوړولی.

د طالبانو رژیم سږ کال، ظاهراً د امنیتي اندېښنو له امله د ښار او کوڅو پر بازار په څو مشخصو مرکزونو کې د یادو مراسمو د ترسره کیدو ویلي، چې د شیعه علماوو شورا او د طالبانو مخالفانو پرې نیوکې کړي.

شیعه علماوو شورا غوښتنه کړې، چې مراسم دې د نورو کلونو په شان له قیوداتو پرته ترسره شي، خو د طالبانو مخالفو څېرو هغوی په دې پلمه تر سختو نیوکو لاندې راوستي او د مذهبي تفرقې په جوړولو یې تورن کړي.

له دې سره، د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې په کابل کې د دوی د مختلفو امنیتي ادارو ۱۳ زره ځواکونه د عاشورا امنیت ساتلو ته موظف شوي.

 د جمهوري نظام او طالب رژيم دواړو پر مهال، د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د شیعه ګانو پر مذهبي مراسمو څو ځله داعش ډلې خونړي بریدونه کړي، چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.

1 COMMENT

  1. اول خو دا مراسم مذهبي نه بلکې ایراني صفوي سیاسي تظاهر دی.
    دوم زمونږ هزاره ورونه حق نه لري ، د نورو هېوادوالو ورځني ژوند او کاروبار ته مزاحمت وکړي .
    دوی چې زمونږ د ګران او محبوب پیغمبر لمسی حضرت امام حسین رض په شهادت رسولی دی ، د قیامت ترورځې به خپل ځانونه وهي ، خو توبه به یې نه قبلیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب