شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد ملا متقي دفتر: امریکایي پلاوي سره د بندېزونو پر لرې کیدو...

د ملا متقي دفتر: امریکایي پلاوي سره د بندېزونو پر لرې کیدو خبرې کیږي

تاند: ( پنجشنبه، د زمري ۵ مه )  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د ملا امیرخان متقي په مشرۍ  د طالبانو د رژيم یو پلاوی به د روانې میلادي میاشتې په پای کې دوحې ته سفر وکړي، څو له امریکايي او قطري چارواکو سره وګوري.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې به پلاوی د بندیزونو د پای ته رسولو او د امنیت شورا له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو، د امریکا له خوا د افغانستان له هوایی حریم څخه د سرغړونې د پای ته رسولو او د افغانستان بانک د شتمنیو د خلاصون په اړه خبرې وکړی.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال “ویدانت پټېل” په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړي استازي د ناستې په اړه ویلي و، چې دغه پلان شوې ناسته د طالبانو پر وړاندې د امریکا په دریځ کې کوم بدلون نه ښيي.

هغه دا هم روښانه کړه چې دا غونډه د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه نه ده.

امریکایي چارواکو پرون ویلي، چې د افغانستان لپاره یې دوه ځانګړي استازي( توماس وېست او رینا امیري) له طالبانو او یوشمېر نورو افغانانو سره د خبرو لپاره قزاقستان او قطر ته روان شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه استازي به یې تر راتلونکې دوشنبې پر دې سفر بوخت وي.

د افغانستان بشري وضعیت، د ښځو حقونه او امنیتي مسایل د دغو خبرو عمده ټکي اعلان شوي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي هم له امریکایي ډيپلوماتانو سره د افغانستان پر وضعیت غږیږي.

معلومه نه ده ، چې امریکایي دیپلوماتان د نورو افغانانو په استازیتوب کومو څېرو سره ویني.

تر اوسه د دوی پر ډېرو داسې لیدنو نیوکې شوي او ویل شوي، چې امریکایي استازي د افغان سیاستوالو په نوم پخوانیو جنګسالارانو او د ښځینه او مدني فعالانو په نوم غیر واقعي او انجویي څېرو سره ویني.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په یوه وروستۍ وینا کې ویلي، چې نړۍ دوی سره له تعامل پرته بله لاره نه لري.

طالب دفاع وزیر ملا یعقوب بیا له نړیوالو؛ په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو څخه د دوی د رژیم د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ نږدې دوه کاله پوره کېدونکي دي، خو تراوسه د نړۍ هیڅ هېواد دغه رژيم په رسمیت نه دی پېژندلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب