د ‘ملي مترقي جوړښت’ رامنځ ته کول، د معاصر ‘استعمار او استثمار’ په شتون کې يوه ناممکنه چاره ده؛ مګر دا چې اساس يې ملتپالنه وي.
په افغانستان کې له تېرو څو لسيزو را په دې خوا، واکمن نظامونه نه يوازې دا چې په خپلو خلکو او جغرافيه باندې د حاکم استعمار په پای ته رسولو کې پاتې راغلي، بلکې هر حکومت يې په خپله خاوره او ملت د يو نوي استعمار په پلي کولو کې بشپړه ونډه اخيستې ده.
د موجوده استعماري ځواک پای ته رسول؛ يوه ممکنه چاره ده. په تېرو څو لسيزو کې د افغانستان ملت د خپلو واکمنانو په مرسته د فيوډالي، کاپيتالي او سوسیالیتي استعمار رنګارنګ ډولونه تجربه کړي دي. په داسې حال چې واکمن نظامونه يو په بل پسې، د نظريې اختلاف په درلودلو سره راپرځول شوي دي، هرې بريالۍ شوې ډلې او واکمن يې د يوې نوې تګلارې په تعريف کولو سره د استعمار بڼې ته تغیر ورکړی دی او په دې نه دي توانېدلي چې د افغانستان ملت د سوکالۍ او پرمختګ سربېره، دغه هیواد له ملي حاکميت او بشپړې خپلواکۍ څخه برخمن وګرځوي. په همدې اساس د ملتپالنې او ملي ګرايي بحث رامنځته کول؛ موږ د هغه خوب رښتيا کولو ته رسوي چې، له کلونو، کلونو راهيسې د هر افغان انسان لپاره، يواځينۍ هيله او ارمان بلل شي.
ددې لپاره چې د ملي ګرايي په مطلب ورسېږو د ملت پالنې او قوم پالنې ترمنځ رامنځته شوی، سوی تفاهم باید له منځه يووړل شي. «ملت پالنه» او «قوم پالنه» په خپلو کې هغه دوه متضاد نومونه دي چې هر يو يې په خپل ترکيب کې جلا تعريف او معنا لري.
زموږ خوږ پيغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي: ” لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ.” او وايي: “إِنَّ اللَّهَ أَوْحَى إِلَيَّ أَنْ تَوَاضَعُوا حَتَّى لَا يَبْغِيَ أَحَدٌ عَلَى أَحَدٍ ، وَلَا يَفْخَرَ أَحَدٌ عَلَى أَحَد.”
د ذکر شوي حديث مفهوم دی چې نبی کریم ‘صلی الله عليه وسلم’ وايي: الله ‘جل جلاله’ ماته وحيې کړې ده چې تواضع کوه. هيڅوک بايد په چا باندې ظلم او ستم ترسره نه کړي او نه هم کوم څوک په چا غوره بلل شي دا ځکه چې قوميت پالنه په خلکو کې د کبر او غرور سربېره تعصب او نفاق رامنځته کوي.
په ټوله کې د ‘قوم پالنې او ملت پالنې’ ترمنځ واضح توپير دا دی چې قوم پالنه په خلکو کې ژبني، سمتي او قومي تعصب او عقده رامنځته کوي، برعکس په ملتپالنه کې د يوې ټولنې افراد تر قبیلوي ګټو، ملي ګټو ته ارزښت ورکوي. دغه راز هیواد پالنه، ملي ارزښتونه، ملي یووالی، په خپلو کې يو بل ته وفاداري، سیاسي او اقتصادي خپلواکي، د ملتپالنې له عمده ارزښتونو څخه دي.
ملتپالنه په سیاست کې هغه ایډیالوژي یا رجحان دی چې د ملي شعور پراساس د ملي برتري او استثمار نظریات څرګندوي. د ملي ګرايي بحث رامنځته کول د يوه ملت تشکيلوونکو عناصرو ته لکه توکم، ژبې، باورونو، عادتونو، ټولنيزو او اخلاقي ارزښتونو او فرهنګ ته د تړاو په ورکولو سره په خلکو کې دغو ارزښتونو ته د وفادارۍ احساس پياوړی کړي. یا په بل عبارت د یوه سیاسي خوځښت په توګه ملتپانه د دولت سره په اړیکو کې د ملت د ګټو دفاع کول دي. مانا دا چې ملتپال چارواکي او ګوندونه په سیاسي ډګر کې له دولتي ځواک سره په اړیکو کې د خپل هيواد او خلکو له ملي ارزښتونو څخه ساتنه کوي، نه دا چې د روا او ناروا په نوم د خپل ملت ارزښتونه د بل پښو ته وغورځوي.
په پای کې د ملي مترقي جوړښت رامنځ ته کول؛ د معاصر استعمار او استثمار په شتون کې يوه ناممکنه چاره ده، مګر دا چې اساس يې ملتپالنه او ځوانان مو د ملي پوهې څخه برخمن اوسي.