تاند (پنجشنبه، د میزان ۲۶ مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، نور له بهر څخه د چرګانو د غوښو وارداتو ته اجازه نه ورکوي.
د ملي تلویزیون د راپور له مخې، ښاغلي عزیزي وویل، معلومه نه وه هغه چرګان چې له برازیل څخه افغانستان ته واردېدل، حلال وو که حرام.
د طالبانو د دې چارواکي په وینا، خلکو د برازیلي چرګانو غوښې په “شک او تردید” مصرفولې.
تر دې پخوا د چرګانو د غوښو کورنیو تولیدوونکو په ځلونو غوښتنه کړې وه چې له بهر څخه دې د چرګانو د غوښو واردات بند شي څو دوی په پښو ودریږي.
دې ته په کتو چې له بهر څخه د چرګانو د غوښو د مخنیوي پرېکړه ملایانو کړې، داسي ښکاري چې د طالبانو پرېکړه تر ډېره د داخلي تولید د ملاتړ لپاره نه وي بلکې د حلال او حرام د اندېښنې له کبله وي.
نورالدین عزیزي وویل: «زموږ علماوو او شیخانو پرېکړه وکړه چې له ګاونډیو او لېرې هیوادونو څخه د چرګانو غوښو واردات په بشپړ ډول بند شي ترڅو د کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي.»
د دې راپور له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو او تولیداتو د نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې له دې پرېکړې وروسته د چرګانو واردات بند شوي، او اوس افغانستان په چرګانو او اړوندو محصولاتو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
د هغه په وینا، اوس مهال “سلګونه زره کسان” په افغانستان کې د چرګانو د پالنې په برخه کې کار کوي.