تاند: ( شنبه، د زمري ۱۴ مه ) د غزني په ګډون د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راپورونه وایي، چې د طالبانو امربالمعروف دستګاه له لس کلنۍ څخه پورته عمر لرونکو نجونو ته د ښوونځیو ته تلو اجازه نه ده ورکړې.
یو شمېر زده کوونکو رسنیو ته ویلي، چې نجونو ته یوازې تر درېیم ټولګي د زده کړو اجازه ورکړل شوې ده.
زده کوونکو زیاته کړې، چې په ښوونځیو کې ورته له درېیم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکول کیږي.
له کابل او یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم ورته خبرونه ورکړل شوي.
د طالبانو امربالمعروف دستګاه ویاند عاکف مهاجر بیا په دې برخه کې د دوی لاسوهنه رد کړې او ویلي دوی په دې برخه کې مداخله نه لري.
د طالبانو معارف وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
مخکې د طالبانو چارواکو له شپږم ټولګي څخه نجونو ته د پورته زده کړو اجازه نه ورکوله.