شنبه, جولای 19, 2025
Homeخبرونهتورخم دروازه لږ وخت لپاره تړل شوې وه

تورخم دروازه لږ وخت لپاره تړل شوې وه

تاند: ( شنبه، د زمري ۱۴ مه ) تورخم کې نن د پاکستاني عسکر او افغان سرتیري ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه، چې پایله کې یې پاکستاني لوري دروازه تړلې وه.

د تورخم لپاره د طالبانو د رژیم کمیسار ویلي، نن د ورځې ۲:۴۰ بجې وروسته بېرته دغه لار د پاکستاني لوري سره تر خبرو وروسته پرانیستل شوه.

سرچینه زیاتوي:« یاده لفظي شخړه  د یو افغن ماشوم پر سر رامنځته شوې، چې پاکستاني عسکر له لوري سخت وهل شوی و.»

مسوولینو ویلي، چې د تورخم  کمیسار او پاکستاني لوري ترمنځ خبرې – اترې وشوې، چې په پایله کې یې اوس یاده دروازه د هر ډول تګ – راتګ پر وړاندې عادي حالت ته ګرځېدلې ده.

په تورخم او سپین بولدک کې مخکې هم د پاکستاني او طالب لوري ترمنځ ورته ناندرۍ شوې وې، چې تر ډېره یې دلیل د پاکستاني عسکرو له لوري د افغان مساپرو پر وړاندې ناوړه چلند و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په کابل کې د کتاب دوه ورځینی فیستوال پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د...