پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeداسې هم شتهد وینزویلا مشهوره ماډله په ټکر کې مړه شوه

د وینزویلا مشهوره ماډله په ټکر کې مړه شوه

داودجبارخیل

د وینزویلا مشهوره ماډله او د “مس وینزویلا” لقب ګټونکې اریانا ویرا د موټر په ټکر کې مړه شوه.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، اریانا څو اوونۍ وړاندې په یوه سخته ترافیکي پېښه کې ټپي شوې وه.

د دې ماډلې مور بهرنیو رسنیو ته ویلي، اریانا ته د جولای په ۱۹مه له کار څخه کور ته روانه وه چې د امریکا د فلوریډا ایالت په اورلنډو کې د نونا جهيل ته څېرمه د موټر چلولو پر مهال خوب ورغی، چې موټر یې له یوه لارۍ سره ټکر شو او په دې پېښه کې سخته ټپي شوه.

د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، د مېرمن وینزیلا روغتیا مخ په ښه کېدو وه، خو ناڅاپه یې زړه سکته وکړه چې له امله یې مړه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب