چهارشنبه, فبروري 11, 2026
Homeخبرونهاوچا: د بودیجې د کمښت له امله مو افغانستان کې اساسي فعالیتونه...

اوچا: د بودیجې د کمښت له امله مو افغانستان کې اساسي فعالیتونه درولي

تاند: ( شنبه، د زمري ۱۴ مه ) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (OCHA) وايي، د بودیجې د کمښت له امله یې په افغانستان کې خپل بنسټیز فعالیتونه درولي دي.

دې ادارې په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم “جدي” دي، په داسې حال کې چې یوازې یو پر څلورمه برخه بودیجه ترلاسه شوې ده.

د OCHA په خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې چې د روان کال تر پایه یې په افغانستان کې له ۲۱ میلیونو اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره د ۲.۳ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې، خو یوازې ۲۵ سلنه یې (۷۴۴ میلیونه ډالره) ورکړل شوي دي.

د اوچا په وينا، د ١،٣ ميليارد ډالرو بوديجې کمښت د ٢٦٢ روغتيايي مرکزونو د تړلو په ګډون د فعاليتونو د پام وړ کمښت مخه نيولې او يوازې له پنځو ميليونو خلکو سره مرسته کولى شي.

په افغانستان کې د ژمي له پیل څخه د پسرلي تر نیمایي پورې د کرنیزو محصولاتو تر ټولولو پورې د یخنۍ له امله بشري وضعیت خرابیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...